عباس عراقچي وايي امريکا سره د جګړې د ختمولو موافقې ته نزدې شوې يو

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې له امریکا سره د جګړې د پای ته رسولو په اړه د یوې موافقې د لاس ليک کېدو مرحلې ته نږدې شوي دي او امکان شته چې دا تړون په راتلونکو څو ورځو کې اعلان شي۔
د بي‌بي‌سي فارسي د راپور له مخې، عراقچي په یوه ټلوېزیوني مرکه کې ویلي چې «موږ تر دې وړاندې هیڅکله د داسې موافقې دومره نږدې نه وو رسېدلي۔ د هغه په وینا، دا تفاهم دوه مخونه لري، خو د تیرو دوو میاشتو راهیسې پرې تفصيلي مذاکرات شوي او څو څو ځله د هرې مادې جاج اخستل شوی دی۔

نوموړي له رسنیو غوښتي چې له هغو اټکلونو ډډه وکړي چې د ده په وینا کولی شي فضا خرابه او د پرمختګ دغه فرصت زیانمن کړي۔

عراقچي زیاته کړې چې د ایران د ملي امنیت شورا او امنیتي ادارو ته په دوامداره توګه راپورونه وړاندې شوي او پوځ هم د مهمو مسایلو، په ځانګړي ډول د هرمز تنګي او د جګړې د پای ته رسېدو موضوعاتو، څارنه کړې ده. د هغه په وینا، ایران باور لري چې د هرمز تنګي د راتلونکي مدیریت به له پخواني سیستم څخه توپیر ولري۔
بل لور ته، د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف هم ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ د سولې د تړون متفقه او وروستۍ مسوده بشپړ شوې ده۔
هغه په خپله ایکس پاڼه (پخوانی ټویټر) کې لیکلي چې د پراخو سفارتي هڅو په نتيجه کې دغه پرمختګ شوی او اوس د عملي پړاوونو پر لور کار روان دی۔ شهباز شریف زیاته کړې چې پاکستان د منځګړیتوب هڅې کوي او په دې بهیر کې د غلطو معلوماتو کمپاین هم روان دی چې د سولې هڅې زیانمنولی شي۔
نوموړي ویلي دي د سولې تړون متن نهایي شوی او دواړه خواوې پرې موافقې ته رسېدلي دي، او اوس د عملي کېدو پر پړاو کار روان دی۔
شهباز شریف هم ټینګار کړی چې د سولې امکانات تر دې وړاندې هیڅکله دومره نږدې نه وو لکه اوس مهال۔

په دې اړه:

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.