د شمالي وزیرستان اوسیدونکي وايي چې په تېرو کلونو کې د ټوچي خوړ سيلابونو ورته درانه زيانونه اړولې دي

پاکستان کې روان کال اپریل کې تیز بارانونو او سیلابونو د ملک په مختلفو برخو کې ګڼ مالي او ځاني زیایونه اړولي، د شمالي وزیرستان ټوچي خوړ هم د خلکو زرخیزې ځمکې او ولاړ فصلونه تباه کړي دي۔

د میرعلي حیدر خیلو یو مشر ملک ګل صالح جان مشال ډیجیټل ته وویل چې د ټوچي خوړ تیزو څپو د دوي ګنړ کورونه وړلي کم چې د خواړ په غاړه اباد وو۔

هغه زیاته کړه چې سخت بارانونو پس د خوړ سیلابي ریلې په دواړو غاړو ولاړ فصلونه لا ځان سره یوړل، د ټول کال محنت مزدوري يې سیلابونو په لږ ساعت کې ختم کړه۔ نوموړي زياته کړه چې له دې وړاندې هم ټوچي خوړ يې تيار فصلونه وړې دي۔

ټوچي خوړ د افغانستان پکتیکا غريزې سیمې منګړیتې څخه پیلېږي چې د شمالي وزیرستان په منځ کې د دته خیل بویه میرامشاه، تپي او دغه شان د میرعلي زیرکي، موسکي حسوخیل خدي حیدر خیلو څخه تیریږي او لاندې د لکي مروت ګمبیله ته پریوزي۔

د دته خیل تحصیل لانډ سید اباد اوسیدونکي راج محمد مشال ډیجیټل ته وويل چې د دوي سیمه سید اباد محمد خیل علي خیل بویه او خوا او شا خلکو د ټوچي خواړ په غاړه د میوې باغونه لري او ټول کال سبزیانې پیدا کوي، چې د دوي یواځنې د روزګار وسیله ده، خو د بده مرغه د کلونو غوښتنو پس هم حکومت دغلته حفاظتي ديوالونه جوړ نه کړل۔

نوموړي وویل چې ټول کال خلک مزدورۍ وکړي، ځمکې پټي اباد کړي، خو چې سیلابونه راشي، نو هر څه لاهو کړي.

د یادې سیمې یو بل زمیندار احمد الله وايي چې د تېرو دیرشو کلونو راهسې دغلته زمنداره کړي، سبزیانې او میوې باغونه يې دي، سختې مزدورې کړي خو هر وخت په ویره کې وي، باغونه سبزیانې چې تیار شي، نو د بارانونه په موسم کې د ټوچي خوړ سېلاب يې ټوله خواري ووسي۔

نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه چې که د خوړ پر دواړو غاړو له دته خیلو نه تر میرعلي حیدر خیلو پورې حفاظتي ديوالونه جوړ شي، نو لاکهونه ایکړه زرخیزې ځمکې باغونه به محفوظ شي۔

د میرامشاه انغر اوسیدونکی عطاءالله جان وايي چې خوړ راشي نو د بجلۍ ستنې نسکورې کړي، ځکه چې د خوړ پورې غاړو ټولو سیمو ته له میرامشاه میرعلي نه بجلي په یاد خوړ کې تېره شوې ده نو په هفتو هفتو له بجلي نه محرومه وي۔

د ټوچي پار پلنګزۍ اوسیدونکی فتح الله وايي چې د بارانونو په موسم کې د خوړ پورې غاړو زده کونکي سکولونو کالجونو ته نشي تللې، ځکه چې د دوي سيمې ته په یاد خوړ پل نشته نو نشي کولې چې په خواړ پورې شي، که ځاي په ځايي په ټوچي خواړ پلونه جوړ شي نو تک راتګ به يې اسان شي۔

د نوموړي په وینا لسیزو پس یو پل چې بانډه پل په نامه یادیږي، تېر حکومت کې د شمالي وزیرستان نه قامي اسمبلۍ استازي محسن داوړ په هڅو ورته جوړ شو، چې د ډیرو سیمو تګ راتګ ورسره اسان شو، خو میرعلي خدي کې په یاد خوړ جوړ پل چې د ډیرو کلونو راسې پرې کار روان دې، لا هم تیار نشو، او روان سیلاب هغه هم نیمايي لا ځان سره یوړو۔

د شمالي وزیرستان مرستیال کمشنر محمد یوسف کریم مشال ډیجیټل ته وویل چې ټوچي خواړ له دته خیلو نه تر حیدر خیلو پورې حفاظتي پوشتې یوا لوبه منصوبه ده، چې اربونو فنډز ورته ضرورت دې، د یادې منصوبې د منظوري لپاره يې وخت پر وخت کیس متعلقه ادارو ته استولې، که دغه منصوبه منظوره شي، نو د لاکهونو خلکو ستونزې به هوارې شي،

نوموړي وویل چې ځنې سيمو کې حفاظتي پشتې جوړې شوې او په ځنو کار روان دې، لکه دته خیل تحصیل محمد خیل پروټیکشن وال په نوم حفاظتي پشتو باندې کار دوام لري، چې دغه به بویه لانډ سید او محمد خیل سیمو زرخیزې ځمکې باغونه د سیلابي ریلو نه وژغوري۔

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.