د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د ځنې خېلو د غریزې سیمې اوسیدونکي وايي چې د روغتیا او پوهنې په برخو کې د نیمګړتیاوو، هم دارنګه د اساسي پلونو او لارو د نشتون له کبله له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي ۔
دوی زیاتوي، په تېرو دوه لسیزو کې د امنیتي ګواښونو په ګډون د بیلابیلو لاملونو پر اساس دوی ته د ژوند په هېڅ برخه کې اساسي کار نه دی شوی ۔

د یادې سیمې یو اوسیدونکي وزیربادشاه ملنګ مشال ډاټ ډېجيټل ته وویل چې د خوست د نورو سیمو په پرتله دوی د ژوند په ټولو برخو کې له اسانتیاوو محروم دي او اړوندو ادارو او مرستندویه بنسټونو يې غوښتنو ته پام نه دی کړی ۔
نوموړی زیاتوي:
“له حکومت مې دا غوښتنه ده، چې په دې دره کې ۳۸ لیرې او نږدې لوی او واړه کلي موجود دي، خو روغتیايي او پوهنې اسانتیاوو ته مو لاس رسي نشته، په دې خوړ باندې یو اساسي پل ته هم اړتیا لرو”
د ځنې خېلو لږ اوسیدونکي په هوارو زمکو کې، خو ډېر يې د غرییزو سیمو په نارو، شېلو او د غرونو په ډډو کې ژوند کوي، چې د ژوند د اقتصادي برخې ډېره تکیه يې د زڼغوځیو او نورو طبعي ونو پر حاصلاتو ولاړه ده ۔
وزیربادشاه ملنګ وايي چې د ځنې خېلو د خوړ د پاسه د پل د نشتون له وجې کله نه کله ناروغان په ساعتونو، ساعتونو بند پاتې کیږي او کورنۍ يې نه شي کولی چې پر وخت يې روغتونونو ته ولیږدوي ۔

د یادې سیمې اوسیدونکي د مخابراتي شبکو کمښت او کمزورتیا هم یادوي او وايي چې دوی نه یوازې د دنیا له حاله نه خبریږي، بلکې په ځینو مناسبتونو، ښادیو او ستونزو کې هم نه شي کولی، خپل خپلوان پر وخت خبر کړي ۔
د ځنې خېلو یو بل اوسیدونکي مجتبی ځدراڼ وویل چې دوی اوس هم دوستانو ته احوال د څارویو په واسطه یا کوم خلک چې وس لري، د موټرو په واسطه لیږي او وربولي يې ۔
نوموړی له اړوندو ادارو او مخابراتي شرکتونو غوښتنه وکړه چې د تلیفوني اړیکو په برخه کې هم د دوی ستونزو ته پام وکړي او په اړتیا وړ ځایونو کې نوي مخابراتي سایټونه ایجاد کړي ۔
بل لوري ته خوست ځايي مسوولین مني، چې په ډېرو برخو کې د ځنې خېلو اوسیدونکي له ستونزو سره مخامخ دي، خو د دوی په وینا په اوس وخت کې ورته پام ډېر شوی دی ۔
د ولایت ویاند مستغفر ګربز وویل چې د ځنې خېلو د سیمې د اوسیدونکو د مخابراتي اړیکو د ستونزو د کمولو لپاره په دې وروستیو کې په شمبوات بازار کې یو مخابراتي سایټ فعال شوی او په نورو سیمو کې هم د مخابراتي سایټونو پر فعالولو کار کیږي ۔

یاده دې وي چې د خوست صبري، باک، تریزي علیشیر، موسی خېل، قلندر، سپیره او د نادرشاه کوټ ولسوالۍ ځینې سیمې داسې وې، چې د لوړو امنیتي ګواښونو له کبله په کې د پام وړ پروژې نه دي پلي شوي او خلک يې د ژوند هغو لومړنیو اسانتیاوو لکه پاکو اوبو، لومړنیو زدکړو، تلیفوني اړیکو، پلونو او اسانه تګ راتګ لپاره اساسي لارو ته هم لاس رسي نه لري ۔