د پنجاب په راولپنډۍ کې د اډياله زندان ۱۴ بنديان د دوشنبې (۲۹م جون) په ماښام هغه وخت له موټر څخه وتښتيدل چې پوليسو د کهوټه عدالت (محکمې) ته وړاندې کولو ته ليږدولي وو ۔
د پوليسو سرچينې وايي چې بنديان د کهوټه په عدالت کې له حاضرېدو وروسته د بنديانو وین (لوی موټر) څخه وتښتېدل ۔ دوی وايي چې په تښتيدلو بنديانو کې څلور کسان بیا ونیول شول ۔
د پنجاب پوليس لوړو پوړو چارواکو د پيښې د پلټڼو امر کړی دی او د اډياله زندان ۵ ساتونکي يې نيولي دي ۔ د نيول شوو پوليسو څخه موبايل ټیلیفونونه هم اخستل شوي دي ۔ په نيول شوو چارواکو کې د اډياله زندان د ساتونکو مشر هم شامل دی ۔ دوی ته د بنديانو د ساتلو دنده ورپه غاړه وه ۔
له پېښې وروسته، په راولپنډۍ کې د پوليسو مرکزي دفتر ايس پي ته هم امر شوی چې خپله چوکۍ پريږدي او په لاهور کې د پوليسو مرکزي دفتر ته لاړ شي ۔ په راولپنډۍ کې د پوليسو مرکزي دفتر ډي ایس پي امتیاز احمد دنده هم ځنډول شوې ده او هغه په سمدستي توګه معطل کړی شوی دی ۔
د پنجاب پولیسو مشر د راولپنډۍ له پوليسو څخه د پیښې په اړه مفصل راپور غوښتی دی ۔
د پوليسو سرچينې وايي چې د تښتېدلو بندیانو د نیولو لپاره عملیات روان دي ۔ پوليسو د ۴ تښتيدلو بنديانو بيا نيولو ادعا هم کړې ده ۔ تراوسه پوليسو په دې اړه څه نه دي ويلي چې تښتيدلي بنديان په کومو جرمونو کې ککړ وو او ولې نيول شوي وو ۔
د راولپنډۍ د پوليسو د وياند لخوا رسنيو ته ليږل شوې يوه خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې د بنديانو د تښتيدو پيښه د اسلام آباد ضلعې (ولسوالۍ) د سهالا تاڼې په حدودو (ساحه) کې رامينځته شوه ۔
په بيان کې ويل شوي دي چې د وین دننه بندیان يو بل سره په جنګ شول او بيا يې د دوی ساتنې ته ګمارل شوي پوليسو باندې بريد وکړو او وتښتيدل ۔
د يادونې وړ ده چې د روانې میاشتې په پیل کې، د راولپنډۍ د بینظیر بوټو روغتون څخه د یو تر محاکمې لاندې زنداني تښتيدلی و ۔ د هغه د تښتېدو وروسته د پولیسو دوه پولیس چارواکي او دوه نور کسان نیول شوي وو ۔
تېر کال، د کراچۍ د ملير ولسوالۍ زندان څخه له ۲۰۰ څخه زيات بنديان تښتيدلي وو ۔
