بلوچستان: د سکرو په کان کې چاودنې لویه مرګ ژوبله اړولې

 د کوټې ښار ختیځ لوري ته شاوخوا ۳۵ کیلومتره لرې د سکرو په یوه کان کې د میتان ګاز د چاودنې له امله لږ تر لږه پنځه کان‌ کېندونکي مړه شوي او ۳۱ نور لا هم د زرګونو فوټو په ژوروالي کې بند پاتې دي.

چارواکي وایي دا پېښه د جولای پر ۳۰ مه په د شیخ عزیز لیز کول ماین په نوم کان کې رامنځته شوې ده.

د بلوچستان د کانونو د څار ادارې (چیف انسپکټر ماینز) مشر محمد عاطف ویلي په کان کې د میتان ګاز له راټولېدو وروسته زوروره چاودنه شوې چې له امله یې د کان یوه لویه برخه نړېدلې. د چاودنې پر مهال په کان کې ۳۶ کارګران په کار بوخت وو.

د سکرو کانونو د مزدورانو د اتحادیې مشر بخت نواب رسنیو ته ویلي چې چاودنه د ځمکې له سطحې شاوخوا درې زره فوټه لاندې شوې، خو دومره زوروره وه چې اغېزې یې د ځمکې پر سر هم احساس شوې. د کان پر سر موجود دوه کان ‌کېندونکي هم د چاودنې له امله ووژل شول.

هغه زیاته كړې چې له چاودنې وروسته په کان کې اور لګېدی، او د سوځېدو له امله د مړو شمېر د زیاتېدو اندېښنه هم شته.

محمد عاطف ویلي د ماینز ډیپارټمنټ د ژغورنې ډلې د ژغورنې په عملیاتو بوخت دي، خو د کان دننه د زهرجنو ګازونو ډېرښت، د کان د لویې برخې نړېدل او د پېښې ډېر ژور ځای د ژغورنې چارې له ستونزو سره مخ کړې دي.

چارواکو ویلي، لومړی د لویو پکیانو (پنکو) په وسیله زهرجن ګازونه وایستل شول او وروسته د ژغورنې ډلې وتوانېدې چې کان ته ننوځي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د نظم ادارې (پي ډي ایم اې) ویلي د ماینز ډیپارټمنټ او پي ډي اېم اې د ژغورنې ډلې په ګډه د لټون او ژغورنې عملیات ترسره کوي.

د بلوچستان د کانونو او معدنیاتو وزیر میر شعیب نوشیرواني ویلي، د وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي په لارښوونه د ماینز ادارې او پي ډي اېم اې لوړپوړي چارواکي د پېښې په ځای کې موجود دي.

هغه ویلي چې حکومت د ژغورنې عملیات له نږدې څاري او ټول شته امکانات یې د عملیاتو لپاره ځانګړي کړي دي د هغه په خبره د بند پاتې کان‌ کېندونکو ته د رسېدو لپاره د ملبې پاکولو او د زهرجنو ګازونو ایستلو چارې روانې دي.

د بخت نواب په وینا چې د دې پېښې ډېری قربانیان د خیبر پښتونخوا د شانګلې سیمې اوسېدونکي دي.

په سورنج سیمه کې تر دې مخکې هم د سکرو په کانونو کې ګڼې خونړۍ پېښې شوې دي. د ۲۰۱۱ کال په مارچ میاشت کې د ګاز د چاودنې په یوه ورته پېښه کې ۴۵ کان ‌کېندونکي وژل شوي وو.

د بلوچستان د سکرو کانونو کې هر کال په اوسط ډول له ۸۰ تر ۹۰ پورې کان‌ کېندونکي خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د بلوچستان د ماینز انسپکټریټ د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ په بلوچستان کې د سکرو کانونو په لږ تر لږه ۲۲۹ پېښو کې ۳۸۳ کان ‌کېندونکي مړه شوي دي.

یوازې په ۲۰۲۵ کال کې د ۴۰ بېلابېلو پېښو پر مهال ۷۰ کان‌ کېندونکي وژل شوي وو، او روان کال هم د ورته پېښو لړۍ دوام لري.

د مزدورانو د اتحادیې مشر بخت نواب وایلي د سکرو په ډېری کانونو کې د خوندیتوب اسانتیاوې نږدې نه شته. د کانونو مالکان او قراردادیان د کارګرانو ژوند ته لازم ارزښت نه ورکوي، او حکومت هم د خوندیتوب قوانینو د عملي کولو لپاره اغېزمن ګامونه نه پورته کوي، چې له همدې امله دا ډول مرګوني پېښې بیا بیا تکرارېږي.

خو د بلوچستان د کانونو او معدنیاتو وزیر میر شعیب نوشیرواني ویلي چې  د اغېزمنو کان‌ کېندونکو له کورنیو سره به هر ډول ممکنه مرسته وشي، او اړوندو چارواکو ته د بېړنیو او اړینو اقداماتو سپارښتنې شوې دي_ هغه ویلي د سکرو په کانونو کې به د کارګرانو د خوندیتوب لپاره امنیتي او حفاظتي تدابیر نور هم پیاوړي او اغېزمن کړل شي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.