د کوټې ښار ختیځ لوري ته شاوخوا ۳۵ کیلومتره لرې د سکرو په یوه کان کې د میتان ګاز د چاودنې له امله لږ تر لږه پنځه کان کېندونکي مړه شوي او ۳۱ نور لا هم د زرګونو فوټو په ژوروالي کې بند پاتې دي.
چارواکي وایي دا پېښه د جولای پر ۳۰ مه په د شیخ عزیز لیز کول ماین په نوم کان کې رامنځته شوې ده.
د بلوچستان د کانونو د څار ادارې (چیف انسپکټر ماینز) مشر محمد عاطف ویلي په کان کې د میتان ګاز له راټولېدو وروسته زوروره چاودنه شوې چې له امله یې د کان یوه لویه برخه نړېدلې. د چاودنې پر مهال په کان کې ۳۶ کارګران په کار بوخت وو.
د سکرو کانونو د مزدورانو د اتحادیې مشر بخت نواب رسنیو ته ویلي چې چاودنه د ځمکې له سطحې شاوخوا درې زره فوټه لاندې شوې، خو دومره زوروره وه چې اغېزې یې د ځمکې پر سر هم احساس شوې. د کان پر سر موجود دوه کان کېندونکي هم د چاودنې له امله ووژل شول.
هغه زیاته كړې چې له چاودنې وروسته په کان کې اور لګېدی، او د سوځېدو له امله د مړو شمېر د زیاتېدو اندېښنه هم شته.
محمد عاطف ویلي د ماینز ډیپارټمنټ د ژغورنې ډلې د ژغورنې په عملیاتو بوخت دي، خو د کان دننه د زهرجنو ګازونو ډېرښت، د کان د لویې برخې نړېدل او د پېښې ډېر ژور ځای د ژغورنې چارې له ستونزو سره مخ کړې دي.
چارواکو ویلي، لومړی د لویو پکیانو (پنکو) په وسیله زهرجن ګازونه وایستل شول او وروسته د ژغورنې ډلې وتوانېدې چې کان ته ننوځي.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د نظم ادارې (پي ډي ایم اې) ویلي د ماینز ډیپارټمنټ او پي ډي اېم اې د ژغورنې ډلې په ګډه د لټون او ژغورنې عملیات ترسره کوي.
د بلوچستان د کانونو او معدنیاتو وزیر میر شعیب نوشیرواني ویلي، د وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي په لارښوونه د ماینز ادارې او پي ډي اېم اې لوړپوړي چارواکي د پېښې په ځای کې موجود دي.
هغه ویلي چې حکومت د ژغورنې عملیات له نږدې څاري او ټول شته امکانات یې د عملیاتو لپاره ځانګړي کړي دي د هغه په خبره د بند پاتې کان کېندونکو ته د رسېدو لپاره د ملبې پاکولو او د زهرجنو ګازونو ایستلو چارې روانې دي.
د بخت نواب په وینا چې د دې پېښې ډېری قربانیان د خیبر پښتونخوا د شانګلې سیمې اوسېدونکي دي.
په سورنج سیمه کې تر دې مخکې هم د سکرو په کانونو کې ګڼې خونړۍ پېښې شوې دي. د ۲۰۱۱ کال په مارچ میاشت کې د ګاز د چاودنې په یوه ورته پېښه کې ۴۵ کان کېندونکي وژل شوي وو.

د بلوچستان د سکرو کانونو کې هر کال په اوسط ډول له ۸۰ تر ۹۰ پورې کان کېندونکي خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د بلوچستان د ماینز انسپکټریټ د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ په بلوچستان کې د سکرو کانونو په لږ تر لږه ۲۲۹ پېښو کې ۳۸۳ کان کېندونکي مړه شوي دي.
یوازې په ۲۰۲۵ کال کې د ۴۰ بېلابېلو پېښو پر مهال ۷۰ کان کېندونکي وژل شوي وو، او روان کال هم د ورته پېښو لړۍ دوام لري.
د مزدورانو د اتحادیې مشر بخت نواب وایلي د سکرو په ډېری کانونو کې د خوندیتوب اسانتیاوې نږدې نه شته. د کانونو مالکان او قراردادیان د کارګرانو ژوند ته لازم ارزښت نه ورکوي، او حکومت هم د خوندیتوب قوانینو د عملي کولو لپاره اغېزمن ګامونه نه پورته کوي، چې له همدې امله دا ډول مرګوني پېښې بیا بیا تکرارېږي.
خو د بلوچستان د کانونو او معدنیاتو وزیر میر شعیب نوشیرواني ویلي چې د اغېزمنو کان کېندونکو له کورنیو سره به هر ډول ممکنه مرسته وشي، او اړوندو چارواکو ته د بېړنیو او اړینو اقداماتو سپارښتنې شوې دي_ هغه ویلي د سکرو په کانونو کې به د کارګرانو د خوندیتوب لپاره امنیتي او حفاظتي تدابیر نور هم پیاوړي او اغېزمن کړل شي.