د مردان سوداګر وایي چې په تېره یوه اوونۍ کې د لمریزې انرژۍ د وسایلو، په ځانګړي ډول د سولر پینلو او اړوندو نورو شیانو بیې لوړې شوې دي. د دوی په وینا، د راتلونکي مالي کال تر بودجې وړاندې د سولر پینلو په هره تخته کې له ۷۰۰۰ څخه تر نهو ۹۰۰۰ روپیو پورې زیاتوالی راغلی، چې ورسره د بشپړ سولر سسټم لګښت هم لوړ شوی دی.
سوداګر وایي چې په هېواد کې د برېښنا د پرلهپسې لوړو بیلونو او پارچاو (لوډشیډنګ) له امله خلک په پراخه کچه د لمریزې انرژۍ کارولو ته مخه کوي. د دوی په خبره، د جون له لومړۍ نېټې راهیسې د سولر پینلو د هر واټ بیه له ۱۰ تر ۱۵ روپیو پورې لوړه شوې او اوس د هر واټ بیه له ۴۰ څخه تر ۵۰ روپیو پورې لوړه شوې.
د سوداګرو په وینا، د بیو د لوړېدو تر ټولو مهم لامل د سولر سسټمونو پر وړاندې د خلکو زیاتېدونکې لېوالتیا ده. دوی وایي چې د برېښنا د لوړو لګښتونو او پرله پسې لپارچاو (لوډشیډنګ ) له امله خلک هڅه کوي د واپډا د بیلونو پر ځای په خپلو کورونو او کاروباري ځایونو کې لمرزیزه انرژي (سولر سسټم) ولګوي.
د انرژۍ نړیوالې څېړنیزې ادارې (ایمبر) د راپور له مخې، په ۲۰۲۰ م کال کې د پاکستان د ټولې برېښنا په تولید کې د لمریزې انرژۍ ونډه له دوه سلنه کمه وه، خو د ۲۰۲۵ م کال د مې میاشتې تر پایه دا کچه ۲۴ سلنه ته رسېدلې ده.
راپور زیاتوي چې یوازې په ۲۰۲۴م کال کې پاکستان ۱.۲۵ ګیګاواټه لیتیم، آین بیټرۍ واردې کړې دي.
په داسې حال کې چې په تېرو پنځو کلونو کې ۳۹ ګیګاواټه سولر پینلونه وارد شوي، چې دا ۷۸۰ د هېواد د سترو برېښنايي پروژو له تولیدي څخه څو چنده زیات دي.
په مردان کې د لمریزي انرژۍ سامانونو کاروبارکونکی سوداګر فیاض خان مشال ډیجیټل ته وویل چې د وروستیو بیو د لوړېدو له امله د بشپړ سولر سسټم لګښت له یو ۱۰۰۰۰۰ څخه تر ۱۵۰۰۰۰ روپیو پورې زیات شوی دی ، د هغه په وینا چې نه یوازې سولر پینلونه، بلکې انورټرونه، تارونه او نور اړوند وسایل هم ګران شوي دي.
په پاکستان کې د لمریزې انرژۍ د څېړنې ادارې (رینیوبل فرسټ) په خپل راپور کې ویلي چې د نویو بیو له مخې د ۵ کیلوواټه آن ګرېډ سولر سسټم بیه شاوخوا ۷۵۰۰۰۰ روپۍ، د اووه کیلوواټه سسټم بیه ۸۵۰۰۰۰ او د ۱۰ کیلوواټه سسټم بیه نږدې ۱۲۰۰۰۰۰ روپیو ته رسېدلې ده.
په مردان کې یو پېرودونکی زبیر خان وایي چې له یوې اوونۍ راهیسې هره ورځ بازار ته ورځي، خو د لوړو بیو له امله یې لا تر اوسه (لمریزه انرژي)سولر سسټم سامان نه دی اخیستی. هغه وایي هیله لري چې بیې راټیټې شي، خو هڅه کوي د ۲۰۲۶ کال د بودجې(بجټ) له اعلان مخکې سولر سسټم ولګوي، ځکه وېره لري چې له بودجې وروسته به یې بیې نورې هم لوړې شي.
په اسلاماباد کې د لمریزې انرژۍ کارپوه ماجد خان مشال ډیجیټل ته ویلي چې په ۲۰۲۲ کال کې د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړې د انرژۍ نړیوال بازار اغېزمن کړ. د مایع ګاز (ایل پي جي) او نورو توکو بیې لوړې شوې او د رسد ستونزې رامنځته شوې، چې له امله یې په پاکستان کې هم د برېښنا تولید او وېش اغېزمن شو. نوموړی وایي چې له همدې امله ډېرو شتمنو کورنیو او سوداګریزو مرکزونو سولر سسټمونو ته مخه کړه.
د هغه په وینا، له ۲۰۲۲ څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې د لمریزي انرژۍ کاروونکو شمېر شاوخوا ۵ سلنه زیات شوی او په ۲۰۲۴ کال کې نږدې ۲۰ سلنه برېښنا د لمریزي انرژۍله لارې تولیدېده.
ماجد خان زیاتوي چې د ایران، امریکا او اسراییل ترمنځ وروستیو کړکېچونو د تېلو نړیوال بازار هم اغېزمن کړی، چې له امله یې د وارداتي توکو د لېږد لګښتونه لوړ شوي او د لمریزي انرژۍ سامانونو بیې یې هم اغېزمنې کړې دي. هغه ادعا کوي چې په پاکستان کې ځینې سوداګر د بیو د لوړېدو پر مهال د توکو رسد هم راکموي، چې ورسره نرخونه لا پسې لوړېږي.
په پاکستان کې د برېښنا د څار اداره (نیپرا) د ۲۰۲۰۲۴م او ۲۰۲۵م مالي کال په راپور کې ویلي چې د برېښنا د بیو پرلهپسې لوړېدو د مصرف بڼه بدله کړې ده. د راپور له مخې، په ټول هېواد کې شاوخوا ۱۱۱ ګیګاواټ ساعته برېښنا مصرف شوې، چې د تېرو کلونو په پرتله لیږ ده. نیپرا وایي چې د دې کمښت یو مهم لامل په کورونو او صنعتي مرکزونو کې د سولر سسټمونو زیاتېدونکی استعمال دی.
د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۵ کال د راپور له مخې، د لمریزې انرژۍ په نړیوال بازار کې د آسیا ـ پاسیفیک اسیا ونډه شاوخوا ۷۰ سلنه ده.
په پېښور کې د لمریزې انرژۍ کارپوه ذوالفقار خان وایي چې په تېرو درېیو کلونو کې په پاکستان کې د لمریزې انرژۍ تولیدي په چټکۍ سره لوړ شوی دی. د هغه په وینا، د برېښنا لوړې بیې د دې بدلون تر ټولو مهم لامل دی.
نوموړی زیاتوي چې حکومت د کورنیو سولر شرکتونو د ودې لپاره پر وارداتي سولر پینلو، شیشو او ځینو نورو خامو موادو مالیې (ټیکسونه) لوړې کړې دي، چې د بیو په زیاتوالي کې یې مهم رول لوبولی دی.
د نیپرا د شمېرو له مخې، په ۲۰۱۴ م او ۲۰۱۵ م مالي کال کې د برېښنا اوسط بیه له ۱۱ څخه تر ۱۴ روپیو فی یونټ وه، خو په ۲۰۲۴م او ۲۰۲۵ مالي کال کې دا بیه نږدې ۳۵ روپیو یو یونټ ته رسېدلې ده. په دې توګه د لسو کلونو په موده کې د برېښنا بیه نږدې درې برابره شوې ده.
راپور ښيي چې د ۲۰۲۴م او ۲۰۲۵م مالي کال تر پایه د نېټ مېټرنګ لاندې د سولر سسټم لرونکو مصرفوونکو شمېر له درې نیمو لکو څخه اوښتی دی.
د انرژۍ کار پوهان وایي چې د لویزې انرژۍ د چټکې ودې له امله له ملي برېښنايي شبکې څخه د برېښنا غوښتنه راکمه شوې، ځکه زرګونه خلک خپله برېښنا پخپله تولیدوي. د نېټ مېټرنګ له لارې مصرفوونکو میلیاردونه یونټه برېښنا بېرته ملي شبکې ته هم ورکړې ده، چې د ټولیزې