د خېبر پښتونخوا د کرک ضلعې په درګه شهیدانو سیمه کې د پولیسو او د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) د ګډو عملیاتو پر مهال د وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده چې ۸ پوليسان پکې ژوبل شوي دي ۔
د کرک پولیسو د عامه اړیکو دفتر په وینا، امنیتي ځواکونو د خرم تاڼې په حدودو کې د لټون او تصفیې عملیات کول چې له غرنیو سیمو څخه پرې وسله والو ډزې وکړې ۔
چارواکي وایي چې پولیسو د برید ځواب ورکړ او له دواړو خواوو تر یو وخت پورې ډزې روانې وې ۔ پوليس ادعا کوي چې په نښته کې یو شمېر وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د دقیق شمېر په اړه لا معلومات نه دي ورکړل شوي ۔
د پولیسو د بیان تر مخه ، په برید کې اته پولیس سرتېري لږ ژوبل شوي چې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي ۔
د پېښې له رامنځته کېدو وروستو د کرک ضلعې د پولیسو مشر عمران خان په مشرۍ اضافي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او د وسله والو د لټون لپاره یې عملیات پيل کړي دي ۔
پولیس وایي چې په سیمه کې د امنیتي تدابیرو کچه لوړه شوې او پر ټولو داخلي او خارجي لارو څارنه نوره هم سخته شوې ده ۔