په مينځني ختيځ کې د سولې پروسه د ګواښ سره مخ ده

د اسراییل او ایران په یو بل تازه بريدونو په منځني ختیځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د موافقې هیلې له ګواښ سره مخ کړې دي ۔
د دوشنبې په ورځ اسراييلو د ایران په پټروکیمیايي تاسیساتو باندې له هغه څو ساعته پس برید وکړو چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر اسراییل غږ وکړ چې د تهران د ميزايلو (توغندیو) په وړاندې له غچ اخیستلو ډډه وکړي ۔
د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو وايي چې تهران د اسراییل په حیفا کې په ورته صنعتي اهدافو د برید له لارې په خپل پټروکیمیايي کمپلیکس باندې د برید غچ واخیست۔
اسراییل وايي چې په لویدیځ او مرکزي ایران باندې يې ميزايل وورول ځکه چې ايران د یکشنبې په ورځ په دوی ۱۱ توغندي ويشتي وو ۔ د اسراييل پوځ رسنيو ته وويل چې د ايران ويشتلي ټول ميزايل ېې له مینځه يوړل او د اسراييلي وګړو ته کوم زيان نه دی رسيدلی ۔
د اسراییل پوځ او د ایران سیمه ییزو رسنیو د دوشنبې په ورځ وویل چې اسراییلو د ایران په جنوب لویدیځ کې د ماهشهر په سیمه کې د پټروکیمیکل شرکت په نخښه کړ۔
خو د امريکا ولسمشر ډولنډ ټرمپ په ټولنيزو رسنيو ویلي چې د اسراییلو او ایران لخوا نوي بریدونه به د تهران سره د هغه د ادارې د سولې په خبرو اترو اغیزونکړي۔
هغه پر اسراییلو غږ کړی چې په لبنان کې خپل بریدونه ودروي چې د ایران سره د پراخې جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې موافقې ته لاره هواره شي ۔
خو، د یکشنبې په ورځ، اسراییلو د بیروت په سیمه کې بریدونه پیل کړل ، سره د دې چې امریکا تیره اوونۍ د لبنان لپاره د اوربند پلان اعلان کړی و ۔
د دې بريدونو په څواب کې ایران په اسراییل ۱۱ ميزايل وويشتل ، چې د امریکا او ایران د سولې خبرې یې له خطر سره مخ کړې ۔ خو ټرمپ ټینګار وکړ چې د پراخې جګړې د پای ته رسولو لپاره یوه موافقه لا هم نزدې ده۔
د ايران له بريدونو څو ساعته پس د اسراییل دفاعي ځواکونو وویل چې دوی د ایران پوځي اهداف په نخښه کړي دي۔
د ایران انقلابي ګارډ ویلي چې اسراییل په خپلو بریدونو کې له هوا څخه ویشتل شوي بالستیک توغندي کارولي دي۔
د ايران او امريکا تر مينځ د روانې جګړې پای ته رسولو د پاره د پاکستان په منځګړي توب خبرې اترې او سفارتي هلې ځلې هم دوام لري ۔ د اپريل په مياشت کې د دواړو هيوادونو ترمينځ اوربند اعلان شوی و۔ اټکل کيږي چې د پاکستان سفارتي هلې ځلې بريالۍ شې نو په اسلام اباد کې به د امريکا او ايران د لوړپوړو چارواکو ترمينځ يو ځل بيا خبرې اترې وشي۔ د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي د تيرو دوو ورځو راهيسې د ايران په دوره تللی دی ۔

په دې اړه: ,
ټېګونه:, , , ,

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.