فیفا په نوي پلان اروپا او انګلستان سخت غوسه دي

د نړیوال فوټبال ادارې فیفا مشر جیاني انفانتینو یو نوی پلان وړاندې کړی چې له مخې به د راتلونکو نړیوالو جامونو د سوداګرۍ او سپانسرۍ ځینې حقونه خصوصي پانګه اچوونکو ته ورکول کېږي. خو د اروپا فوټبال اتحادیې (يوېفا) او د انګلستان فوټبال اسوسیشن پر دې سختې نیوکې کړې او وایي که دا پلان عملي شو، نو د نړیوالو سیالیو بایکاټ هم کېدای شي.

د راپورونو له مخې، فیفا غواړي د فیفا فارورډ انټرپرایز په نوم یو نوی بنسټ جوړ کړي. ویل کېږي د دې ارزښت شاوخوا ۲۰ اربه ډالره دی. فیفا وایي چې د نړیوال جام او نورو سترو سیالیو سوداګریز کارونه به د همدې ادارې له لارې کېږي، خو د لوبو واک به بیا هم د فیفا سره وي.

فیفا خپلو ۲۱۱ غړو هېوادونو ته ویلي چې د سپتمبر تر ۱۹مې پورې دې د دې پلان په اړه خپله پرېکړه وکړي. که پلان منظور شي، نو هر غړي هېواد ته به یو ځل ۲۰ میلیونه ډالره ورکول کېږي.

خو یوېفا چې ۵۵ غړي هېوادونه لري، وایي فیفا باید د فوټبال له نومه یوازې د پیسو ګټلو هڅه ونه کړي. د یوېفا په وینا، لومړیتوب باید ملي اتحادیو، کلبونو، لوبغاړو او مینه والو ته ورکړل شي. همدې موضوع لپاره د یوېفا بیړنۍ غونډه هم رابلل شوې چې پکې به د بایکاټ په ګډون پر ټولو لارو چارو خبرې کېږي.

که اروپايي هېوادونه دا پلان ونه مني، نو امکان شته چې انګلستان، هسپانیه، فرانسه او نور اروپايي هېوادونه د راتلونکو نړیوالو سیالیو، لکه د ښځو نړیوال جام، د کلبونو نړیوال جام او د ۲۰۳۰ نړیوال جام بایکاټ وکړي.

د انګلستان فوټبال اسوسیشن هم ویلي چې دوی ته د دې پلان په اړه مخکې هېڅ معلومات نه وو ورکړل شوي. د اسوسیشن په وینا، د دې پروسې شفافیت نشته او د پلان ډېرې خبرې لا هم روښانه نه دي.

د انګلستان د فوټبال اسوسیشن پخواني مشر ډیویډ برنسټاین هم دا پلان سخت غندلی او ویلي یې دي چې که اړتیا وي، د نړیوال جام بایکاټ باید هم په پام کې ونیول شي.

تر اوسه لا معلومه نه ده چې د فیفا ټول غړي هېوادونه به څه پرېکړه کوي، خو د یوېفا نننۍ غونډه به دا روښانه کړي چې اروپايي هېوادونه د فیفا د دې پلان پر ضد کوم ګام پورته کوي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.