د پاکستان مشهور نيزه غورځوونکي ارشد نديم د ګلاسګو ۲۰۲۶ کامن وېلتهـ لوبو د نيزه غورځونې فاينل ته لار پيدا کړې او يو ځل بيا يې وښودله چې د خپل سرو زرو تمغې د ساتلو لپاره تيار دى.
ارشد نديم، چې د ۲۰۲۲م کال د برمنګهم کامن وېلتهـ لوبو کې يې د لوبو ريکارډ سره د سرو زرو تمغه ګټلې وه، د کوالیفاینګ پړاو کې ۷۸.۶۳ ميټره نيزه وغورځوله. د دې نتيجې په بنياد هغه د فاينل ۱۲ لوبغاړو کې شامل شو.
د ګلاسګو په سکاټسټاون لوبغالي کې د سخت باد له وجې هيڅ لوبغاړي د ۸۴ ميټرو هغه حد پوره نه کړ چې نېغ په نېغه فاينل ته د رسېدو لپاره ټاکل شوى و. له همدې امله فاينل ته تلونکي لوبغاړي د ټولو پايلو په حساب وټاکل شول.
د سري لنكا رومېش پاتيراج د ۸۲.۸۴ ميټره غورځونې سره د کوالیفاینګ تر ټولو ښه لوبغاړى و. ورپسې د ګرېناډا اينډرسن پيټرز ۸۱.۲۹ ميټره او ډاو سمېت ۸۰.۶۴ ميټره نيزه وغورځوله. د هند نيرج چوپړا هم د ۷۹.۶۱ ميټره غورځونې سره فاينل ته ورسېد.
ارشد نديم د ۲۰۲۶م کال د سيزن په لومړۍ سيالۍ کې، چې په سوېټزرلينډ کې شوې وه، نهم مقام اخيستى و. خو د هغه روزونکي سلمان اقبال بټ ويلي وو چې دا کمزورې نتيجه د باران او لمدې ميدان له امله وه، نه د ارشد د فارم د خرابېدو له کبله.
د نيزه غورځونې فاينل به سبا (جمعه) ترسره کېږي. تمه ده چې ارشد نديم به يو ځل بيا د هند نيرج چوپړا او نورو نړيوالو سيالانو پر ضد د سرو زرو تمغې لپاره سيالي وکړي.