پاکستان د ۱۶ زره افغانانو د اوسېدو موده نوره هم وغځوله

د پاکستان حکومت د بشري همدردۍ له مخې د شاوخوا ۱۶ زره افغان وګړو د لنډمهالي اوسېدو موده نوره هم غځولې ده. دا پرېکړه د هغو افغانانو لپاره شوې چې د درېیمو هېوادونو د ويزو، پناه غوښتنې يا بيا مېشتېدو د پروسې په تمه دي او لا يې د سفر چارې نه دي بشپړې شوې.

د راپورونو له مخې، په دې افغانانو کې ډېر هغه کسان شامل دي چې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د واک د بدلون وروسته پاکستان ته راغلي وو. دوی اوس د امريکا، کاناډا، اسټراليا، برتانيې او ځينو اروپايي هېوادونو د ويزو يا د بيا مېشتېدو د پروګرامونو د بشپړېدو انتظار باسي.

پاکستاني چارواکي وايي، د بشري حالاتو او نړيوالو ژمنو په پام کې نيولو سره پرېکړه شوې چې دغو افغانانو ته د لنډ وخت لپاره د قانوني اوسېدو اجازه وغځول شي، څو د هغوی د انتقال او اسنادو پروسه بشپړه شي. چارواکي زياتوي چې دا پرېکړه يوازې د همدې ځانګړې ډلې لپاره ده او د ناقانونه بهرنيو وګړو د بېرته ستنولو روانه تګلاره به پر خپل ځای دوام ولري.

د کډوالو په چارو کې کارکوونکې نړيوالې ادارې د دې پرېکړې هرکلی کړی او وايي، د اوسېدو مودې غځېدل به زرګونو افغان کورنيو ته لنډمهالی ډاډ او اسانتيا برابر کړي، ځکه ډېری کورنۍ د خپلو دوسيو د بشپړېدو او د سفر د اجازې په تمه دي. پاکستان له تېرو څو کلونو راهيسې د بې اسنادو بهرنيو وګړو د ستنولو بهير روان ساتلی، خو د حکومت په وينا، هغه افغانان چې د درېيمو هېوادونو د انتقال رسمي پروګرامونو کې شامل دي، د بشري همدردۍ له مخې ورته ځانګړې اسانتياوې ورکول کېږي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.