جنوبي وزيرستان کې ددوه مياشتو راهسې د انټرنېټ بنديدو خلاف خلکو احتجاج کړى

دخېبرپښتونخوا قبايلي ضلعې جنوبي وزيرستان اوسېدونکو د تېرو دوو مياشتو راهيسې د موبايل انټرنېټ سروس(خدمت) د بنديدو خلاف تيره ورځ احتجاج کړى او د سروس د زر تر زره بحالولو غوښتنه يې کړې ده.

دجنوبي وزيرستان د تيارزه ګېټ، وچه خوړه، مچن بابا، ګژۍ پېزه او وانا ښار اوسيدونکو لخوا دغه احتجاج د تيارزه (ګژۍ پېزه) په سيمه کې کړى، چرته چې ځوانانو په پرامنه توګه خپل احتجاجي غږ پورته کړى دى. مظاهرچيانو پلى کارډونه پورته کړي وو، چې پرې ليکل شوي وو: “د نېټ ورک بحالي د حکومت ذمه واري ده” او “موبائل انټرنېټ زمونږ ضرورت او حق دى.”

احتجاج کوونکو وويل چې د موبايل نېټ ورک د اوږدې مودې راهسې بنديدو له وجې تعليمي، سوداګريزې او کاروباري چارې سختې اغېزمنې شوې دي. د هغوي په وينا، زده کوونکي د ان لاين زده کړو نه محروم دي او سوداګر او کاروباري کسان هم د خپلو ورځنيو کارونو په ترسره کولو کې له ستونزو سره مخ دي.

مظاهرچيانو غوښتنه کړې چې حکومت دې د موبايل انټرنېټ سروس زر تر زره بحال کړي او ولس ته دې بنيادي مواصلاتي اسانتياوې برابرې کړي. د هغوي په وينا، انټرنېټ ته لاسرسی د خلکو بنيادي حق دى او بايد ترې محروم نه کړل شي.

احتجاج کوونکو خبردارى ورکړى چې که د هغوي غوښتنو ته عملي ځواب ورنه کړل شو، نو په راتلونکو څو ورځو کې به د ټانک–ډېره اسماعيل خان لويه لاره د هر ډول تګ راتګ لپاره وتړي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.