د جولای پر ۲۸ مه د پاکستان د ایین ساتنې، په قومي اسمبلۍ کې د حکومت مخالفه ګوندونو او د پښتونخوا ملي عوامي کوند مشر محمود خان اڅکزي په کوټه پریس کلب کې د خبري غونډې مهال اعلان وکړ چې د اګست پر پنځمه به د پاکستان د اساسي قانون د ساتنې غورځنګ او پاکستان تحریک انصاف په ګډه په ټول هېواد کې د ولسواکۍ او د اساسي قانون د واکمنۍ لپاره اعتراضي تحریک پیل کړي.
اڅکزي وویل، په هېواد کې د امنیت، ولسواکۍ او قانون وضعیت د سختې اندېښنې وړ دی او قومي اسمبلۍ او سېنټ یوازې د نوم لپاره پاتې دي. هغه غوښتنه وکړه چې ظلم او زیاتی دې پای ته ورسېږي، اساسي قانون دې عملي شي، خپلواکه عدلیه او ازادې رسنۍ دې خوندي شي.

نوموړي وویل، که په ګوادر کې د غیرمقامي کسانو د ځمکو الاټمنټونه لغوه کېږي، نو په پښتني سیمو کې باید هم ورته چلند وشي. هغه زیاته کړه، که په پښتون مېشتو سیمو کې کاني زېرمې استخراجېږي، نو ځايي خلکو ته دې د برابرۍ پر بنسټ خپل حق ورکړل شي.

اڅکزي په بلوچستان کې د ضلعو پر وېش هم نیوکې وکړې او اعلان یې وکړ چې د اګست په ۲۹، ۳۰ او ۳۱مه به په کوټه کې د همدې موضوع لپاره جرګه راوبولي. د هغه په وینا، وروسته به د سپټمبر یا اکتوبر په میاشت کې د پښتونخوا وطن ستره جرګه هم جوړه شي.

هغه د بلوچستان د امنیتي وضعیت په اړه وویل چې عام خلک، مزدوران او مسافر خوندي نه دي. د نوموړي په وینا، په منګوچر کې د لسګونو موټرو سوځول، پر لویو لارو له موټرچلوونکو د باج اخیستل او د هوايي سفرونو د کرایو بېسارې لوړوالی د خلکو ستونزې لا زیاتې کړې دي. هغه زیاته کړه چې د ازادۍ په نوم پر دوکانونو د لاسي بمونو بریدونه او د خلکو د شتمنیو سوځول د هېڅ مبارزې برخه نه شي کېدای.

د محمود خان اڅکري ادعا وکړه چې په بلوچستان او پښتني سیمو کې د خلکو د سر او مال خوندیتوب له جدي ګواښ سره مخ دی. هغه وویل، په پښتني سیمو کې به د خلکو د وژلو، تښتونو او د شتمنیو د سوځولو اجازه ور نه کړل شي.
دا څرګندونې داسې مهال شوې چې بلوچستان، په ځانګړي ډول پښتون مېشتې سیمې، له څو میاشتو راهیسې د ناامنۍ له زیاتوالي سره مخ دي. په وروستیو کې د هنه اوړک او زیارت کڅ سیمو کې په وسلوالو بریدونو کې ګڼ کسان وژل شوي او یو شمېر نور تښتول شوي وو. همدارنګه، په بېلابېلو لویو لارو د بار وړونکو لاریو او ګازو بوزرونو د سوځولو پېښې هم شوې دي، چې د ټرانسپورټ اتحادیو یې پر ضد څو ځله احتجاجونه کړي دي.
بلخوا، د بلوچستان حکومت او امنیتي ځواکونو په تېرو وختونو کې په وار وار ویلي چې د ناامنۍ د مخنیوي لپاره یې په بېلابېلو سیمو کې عملیات کړي او د دوی په وینا، دا عملیات به د وسلوالو پر ضد تر وروستي پړاو پورې دوام ولري.