د جنوبي کوريا قومي هاکي لوبډله پاکستان ته رسيدلې

  د جنوبي کوريا قومي هاکي لوبډله دګل په شپه  پاکستان ته رسيدلې، چرته چې به د پاکستان د قومي هاکي لوبډلې خلاف هغوي دڅلورو مېچونو سيريز  لوبوي.

د نهې سه شنبې په ورځ د پاکستان هاکي فېډرېشن  لخوا جاري کړي بيان کښې ويل شوي دي چې د کوريا لوبډله د ګل (دوشنبې)  په شپه اسلام اباد ته رارسېدلې ده.

د بيان ترمخه، دا د پاکستان هاکۍ لپاره يو تاريخي پړاو دى، ځکه چې نزدې 20 کاله پس دا وړومبۍ ځل دى چې کومې نړيوالې هاکي لوبډلې د رسمي دوه اړخيزې سيريز لپاره پاکستان ته سفر کړى دى.

د پاکستان هاکي فېډرېشن وينا ده چې د جنوبي کوريا دا دوره د دې خبرې څرګندونه کوي چې نړيواله هاکي ټولنه اوس په پاکستان کې  په خوندي او پېشه وارانه چاپېريال کې د نړيوالو سياليو( مقابلو) په کوربتوب زيات باور کوي.

د اېف ايي اېچ  له خوا منظور شوي 4 ټېسټ مېچونه به د  30 مې جولايۍ، 2 اګست، 4 اګست او 7 اګست  په نېټو اسلام اباد کښې  لوبولى شي.

د فېډرېشن په وينا، دا سيريز به دواړو لوبډلو ته په نړيواله کچه د غوره تجربې موقع ورکړي او د پاکستان د قومي لوبډلې د راتلونکو مهمو نړيوالو سياليو لپاره په تيارو کښې به هم مهم کردار ولوبوي.

د پاکستان هاکي فېډرېشن صدر  محيي الدين احمد واني  د ګل   په شپه اسلام اباد ته د راورسېدلې کوريايي لوبډلې هرکلى  کړلى او دا دوره يې په پاکستان کښې د نړيوالې هاکۍ د بيا راژوندي کېدو لپاره يو اهم پرمختګ بللى دى.

پاکستان هاکي فېډرېشن د ټول  ملک د هاکۍ مينه والو ته بلنه ورکړې چې په ګڼ شمېر دې مېچونه وګوري او د قومي لوبډلې  ډاډګيرنه دې وکړي، ځکه چې پاکستان يو ځل بيا په نړيواله هاکۍ کې د خپل پخواني مقام د ترلاسه کولو لپاره يو بل اهم ګام اخلي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.