دخېبرپښتونخوا دباجوړ ضلعې( ولسوالۍ) د سلارزيي تحصيل د بېلابېلو سيمو قباييلي مشرانو، سپين ږيرو او درنو کسانو په يوه جرګه کې د سيمې د امن او امان په خرابېدونکي صورتحال اندېښنه څرګنده کړې او عزم يې څرګند کړى چې د امن د ساتنې لپاره به د ټولنې په کچه شريکې هلې ځلې کوي.

جرګه د پخواني صوبايي وزير او د صوبايي اسمبلۍ غړي انورزېب خان په حجره کې شوې چې پکې د بېلابېلو کليو استازو ګډون کړى. ګډونوالو د خپلو سيمو امنيتي صورتحال، د خلکو ستونزې او د امن د ټينګښت لپاره وړانديزونه سره شريک کړي دي.

د جرګې ګډونوالو وويل چې د سلارزئۍ خلک امن غواړي او نه غواړي چې سيمه يو ځل بيا د تشدد او بدامنۍ ښکار شي. د هغوئ په وينا، د هر ډول مشکوکو هلو ځلو په صورت کښې به مقامي مشران او اړوندې ادارې خبرولې شي، ترڅو د امن د خرابېدو مخه ونيولې شي.

جرګې دا هم پرېکړه وکړه چې د هر کلي مشران او اوسېدونکي به د خپلو سيمو په څارنه کښې يو بل سره مرسته کوي او د امن د ټينګښت لپاره به خپلمنځي اړيکې نورې هم مضبوطوي.

ګډونوالو د دې خبرې پخلی وکړو چې د سيمې امن د ټولنې ګډه ذمه واري ده او د دې ساتنې لپاره د خلکو يووالى او همکاري ضروري ده.