په کورمه کې د پوليسو په پوسته په بريد کې دوه کسان وژل شوي دي

د خیبر پښتونخوا قبايلي ضلعې کورمې په مينځنۍ برخه، د میرباغ سیمې، پر یوې پولیسو پوستې د جون په ۱۴مه ناوخته د ناڅرګندو وسلوالو په بريد کې لږ تر لږه دوه ولسي وګړي وژل شوي دي ۔
په بريد کې تر شلو زیات کسان ټپیان شوي دي او بریدګرو ياده پوسته د نيولو وروستو سوځولې ده ۔
د سیمه‌ییزو پولیسو او امنیتي سرچینو د وينا ترمخه، وسلوالو پر میرباغ پولیسو پوستې د سپکو او درنو وسلو برید وکړ۔ په لومړنیو راپورونو کې ویل شوي وو چې په بريد کې یو لاروی وژل شوی او درې پولیس سرتېري ټپیان شوي دي، خو وروستو سیمه‌ییزو سرچینو او روغتیايي چارواکو د خپلو نومونو نه خپرولو په شرط د مرګ ژوبلې شمېر زیات وښودلو ۔
د تازه معلوماتو تر مخه، په پېښه کې دوه ولسي وګړي وژل شوي چې د یوه وژل شوي کس پېژندنه د حکمت شاه په نوم شوې، خو د دویم وژل شوي تن شناخت لا نه دی ښودلی شوی ۔ راپورونه وايي چې په پېښه کې لږ تر لږه ۲۱ تنه نور ټپیان شوي چې پکې شاوخوا ۱۵ پولیس سرتېري هم شامل دي ۔
سرچینې وایي، په ټپیانو کې پولیس سرتېري میرجهان، عابد، لالا محمد، ګل زمان، سلیمان، فیصل، فدا، شبیر، رؤف، لیاقت، موسی، جمشید او بلال احمد شامل دي، خو چارواکو د ټولو ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه بشپړ معلومات نه دي خپاره کړي ۔
راپورونه وایي چې وسلوالو له نښتې وروستو د پولیسو پوسته تر خپل کنټرول لاندې راوسته، د پولیسو وسلې یې له ځان سره یوړې او پوسته يې و سوځوله ۔ د برید نه پس امنیتي ځواکونو د شکمنو وسلوالو پر پټنځایونو د توپخانې ډزې هم وکړې او په سیمه کې یې د پلټنې پراخ عملیات پیل کړل ۔
ټپیان د درملنې لپاره د سده، پاړاچنار او علیزو روغتونونو ته لېږدول شوي، چې د ډاکټرانو په وینا د هغوی درملنه روانه ده ۔
ځايي اوسېدونکي وایي چې له برید وروستو د سیمې جوماتونو څخه د ډزو بندولو اعلانونه وشول، او ګڼ شمېر خلکو د سپینو بیرغونو په پورته کولو سره د اوربند او تاوتریخوالي د مخنیوي هڅه وکړه ۔
عیني شاهدان وایي چې له نښتې پس امنیتي ځواکونو د شکمنو وسلوالو پر احتمالي پټنځایونو د درنو وسلو بریدونه هم کړي، خو تر اوسه امنیتي ادارو په دې اړه رسمي دریځ نه دی خپور کړی ۔

په دې اړه:

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.