د پاکستان حکومت د نوي مالي کال د پاره د ۱۸ ټريليون کلدارو نه زياته بوديجه وړاندې کړه

د پاکستان حکومت د نوي مالي کال (۲۰۲۶-۲۷) د پاره د ۱۸.۸ ټریلیون روپۍ کلدارو بجټ (بوديجه) په ۱۲ جون وړاندې کړو ۔
بجټ د خزانې وزیر محمد اورنګزیب په قامي اسمبلۍ کې په داسې حال کې وړاندې کړو چې د حکومت مخالفو ګوندونو احتجاج کولو او په لوړ غږ يې نعرې وهلې ۔
د قامي اسمبلۍ غونډه د سپيکر اياز صادق په مشرۍ کې د خپل ټاکل شوي وخت ۳ بجو نه دوه ګنټې (ساعته) په ځنډ پيل شوه ۔ په قامي اسمبلۍ کې د حکومت د مخالفو ګوندونو غړو په بجټ او حکومت سختې نيوکې وکړې خو وزيراعظم (لومړي وزير) شهباز شريف ادعا وکړه چې په بجټ کې خلکو ته اسانتياوې ورکړل شوي دي ۔
د خزانې وزير د بجټ وړاندې کولو په وخت په خپله وينا کې وويل چې بجټ لګښت ۱۸.۸ ټریلیون روپۍ دی، چې له دې جملې څخه به ۸،۰۴۵ ملیارده روپۍ د په قرضونو د سود ورکولو د پاره ځانګړې شوې دي ۔
هغه وویل چې تمه کیږي چې اقتصاد به په مالي کال ۲۰۲۶-۲۷ کې څلور سلنه وده وکړي او اوسط انفليشن (د کلدارې نرخ کميدل) به ۸.۲ سلنه ثبت شي ۔ هغه زیاته کړه چې فيسکل ديفيسټ (مالي کسر) به د کورني توليد ۳۔۶ وي پداسې حال کې چې لومړني اضافي به ۲ سلنه وي ۔
د مالي کال ۲۰۲۶-۲۷ لپاره د ټيکسونو ريونيو (مالیې عواید) ۱۵،۲۶۴ روپۍ اټکل شوي، چې د تیر کال د ۱۲،۹۸۳ روپیو په پرتله ۱۷.۶ سلنه ډیر دي ۔ هغه زیاته کړه چې صوبې (ولایتونه) به د فدرالي عوایدو لپاره ۸،۸۴۸ ملیارد روپۍ ونډه ولري ۔
هغه دا هم وویل چې مرکزي او صوبايي حکومتونه د “ځینې ملي غوښتنو” د پوره کولو لپاره په یو میکانیزم موافقه کړې ده ۔
هغه وويل:
“هېواد به د دې میکانیزم مثبت اغېز تجربه کړي ۔ د میکانیزم موافقه د فدرالي همکارۍ پر بنسټ وشوه ، پرته له دې چې د ولایتونو اساسي حقونه اغیزمن کړي”
وزير وويل چې د دې میکانیزم لاندې به په فيډرل ډيويزيبل پول کې د صوبو ونډه د اووم نيشنل فنانس کميشن (ملي مالي کمیسیون) د جایزې سره سمه پاتې شي ۔
ښاغلي اورنګزيب وويل چې د راتلونکي مالي کال لپاره د مالیې عواید ۱۵،۲۶۴ ملیارده روپۍ اټکل شوي وو او ۱۳،۲۵۰ روپۍ به د “وفاقي او صوبايي حکومتونو ترمنځ د ویش” لپاره ځانګړې شي ۔
هغه زياته کړه:
“د دې ۱۵،۲۶۴ ملیارد روپیو څخه تر ۱۳،۲۵۰ روپیو پورې به صوبې د اساسي قانون د ۱۶۴ مادې لاندې د ملي ستراتیژیکو غوښتنو د پوره کولو لپاره د مرستو ساتي”
وزير وويل چې دا میکانیزم به د مالي کال ۲۰۲۶-۲۷ لپاره په خپل ځای پاتې شي، او د مالي کال ۲۸ او ۲۰۲۹ لپاره به د صوبو په مشوره نوي کيږي ۔
هغه د صوبايي حکومتونو څخه مننه وکړه چې “د ملي هدف لپاره یې ګام پورته کړ”
هغه زیاته کړه چې فدرالي نان ټيکس (غیر مالیاتي عوایدو) بجټ ۵،۳۳۶ ملیارده روپۍ او نټ ټيکس ريونيو (خالص فدرالي عواید) ۱۱،۷۵۱ ملیارده روپۍ ټاکل شوي دي ۔ سربېره پردې، د فدرالي عامه سکتور پراختیایي پروګرام (پبلک سيکټر ډيويلپمنټ پروګرام) د پاره ۱۰۰۰ ملیارده روپۍ ځانګړې شوې دي
د دولتي کمپنيانو (شرکتونو) د ټاکل شویو فنډونو شاملولو وروستو به دا اندازه ۱۴۵۱ ملیارد روپیو ته لوړیږي ۔
د مالیې وزیر وویل چې د دفاع لپاره ۳۰۰۰ ملیارده روپۍ او د سول اډمنسټريشن (ملکي ادارې) لګښتونو لپاره ۱۰۷۱ ملیارده روپۍ ځانګړې شوې دي ۔
هغه زیاته کړه چې د فدرالي حکومت روان لګښتونه ۱۷،۴۹۵ ملیارد روپۍ دي ۔
هغه وویل چې د پنشن (تقاعد د تادیاتو) لپاره ۱،۱۶۹ ملیارد روپۍ او د بریښنا او نورو سکتورونو کې د سبسیډي لپاره ۱،۰۹۱ ملیارد روپۍ ځانګړې شوې دي ۔

په دې اړه:

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.