د لکي مروت د خیروخېل سیمه کې ځانمرګي برید دوه تنه وژلي او لس نور ژوبل دي

د لکي مروت د خیروخېل پکه سیمې کې یو جومات ته څېرمه د جمعې د لمونځ دوران شوې ځانمرګي برید له امله دوه کسان وژل شوي او لس نور کسان ژوبل دي۔

د لکي مروت پولیسو مشال ډيجيټل ته ويلي دي چې په وژل شوو کې یوه دوه کلنه ماشومه نجلۍ سلمیٰ او یو ځوان اسد علي شامل دي۔ ژوبل کسان د درملنې لپاره نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي۔

د پوليس يو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال ډيجيټل ته وويل چې ځانمرګي بریدګر پر موټرسایکل سپور و او غوښتل یې د جمې د لمونځ دوران جومات ته نږدې خپل هدف په نښه کړي، خو د سیمې د امن کمېټې رضاکارانو د مشکوک کس د لیدلو سره سم پرې ډزې وکړې۔ د ډزو له امله بریدګر ونه توانېد چې ټاکلي هدف ته ورسېږي او له هدف څخه مخکې یې ځان ته چاودنه ورکړه۔

ځايي اوسېدونکي وایي، که د امن کمېټې رضاکارانو پر وخت غبرګون نه وای ښودلی، نو د مرګ ژوبلې کچه به ډېره لوړه وه۔ له پېښې وروسته امنیتي ځواکونو سیمه په ولکه کې اخیستې او د برید په اړه یې پلټنې پیل کړې دي۔

په دې اړه:

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.