بنو کې سیلۍ او باران ۳ کسان مړه او ۱۷ زخمیان کړي

د بنو ښار او شاوخوا سیمو کې د تیزې سیلۍ او باران له امله ۳ کسان مړه او ۱۷ نور زخمیان شوې دي. زخمیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د بنو ضلعې انتظامیه او د ژغورنې اداره ریسکیو ۱۱۲۲ څانګه وایي، د تیزې سیلۍ له امله په ګڼو سیمو کې د کورونو چتونه او دېوالونه نړېدلي، ونې راپریوتي او د بریښنا ځینې ستنې هم زیانمنې شوې دي. هغلته په بیلابیلو پیښو کې یو شمېر کسان د نړېدلو ودانیو او دېوالونو لاندې شوي وو چې وروسته د ژغورنې ډلو او ځايي خلکو له خوا راویستل شوي.

یادې ادارې وایي چې د مړو جسدونه او ټپیان د بنو روغتونونو ته لېږدول شوي، چیرته چې ټپیانو ته بیړنۍ طبي اسانتیاوې برابرې شوې دي. د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

د سیلۍ او باران له امله د ښار په یو شمېر سیمو کې د برېښنا رسونه هم اغېزمنه شوې او پر ځینو سړکونو د ونو د لوېدو له امله تګ راتګ له ستونزو سره مخ شوی دی..

ضلعي ادارې له خلکو غوښتي چې د خراب موسم پر مهال له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړي، د کمزورو ودانیو او برېښنايي مزو څخه لرې پاتې شي او د هر ډول بیړني حالت په صورت کې دې اړوندو ادارو ته خبر ورکړي.

په دې اړه:

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.