په بنوں کې جوړې شوې لویې قومي امن جرګې د سیمې پر زیاتېدونکې ناامنۍ، ترهګریزو پېښو او د ولس له ستونزو سره د مخامخ کېدو په ترڅ کې په متفقه توګه د ۹ نکتو/شرایطو پرېکړهلیک منظور کړې.
په جرګه کې قامي مشران، سیاسي او ولسي مشران، دیني عالمان، ځوانان او د ژوند له بېلابېلو برخو سره تړلي کسان ګډونوال وو.
په پرېکړهلیک کې د پاکستان له حکومت، د خیبر پښتونخوا له صوبایي حکومت، امنیتي ادارو او پولیسو غوښتنه شوې چې په بنوں ولسوالۍ کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره بېړني او اغېزمن ګامونه پورته کړي. د جرګې ګډونوالو څرګنده کړه چې دوی به د هر هغه اقدام ملاتړ کوي چې موخه یې د سولې ټینګښت او د خلکو د سر او مال ساتنه وي.
جرګې له صوبایي حکومته وغوښتل چې د بنوں پولیسو ته د امن او نظم د ساتنې لپاره ټول اړین امکانات، واکونه او عصري اسانتیاوې برابرې کړي، څو پولیس وکولای شي چې خپلې دندې په اغېزمنه توګه ترسره کړي. په پرېکړهلیک کې دا هم ټینګار شوې چې د حکومت او پولیسو پر ضد له منفي تبلیغاتو او بېبنسټه تورونو څخه باید ډډه وشي.
ګډونوالو اندېښنه څرګنده کړه چې په اوسنیو شرایطو کې پولیسو، نورو قانون پلي کوونکو ادارو او عامو وګړو درنې ځاني او مالي قربانۍ ورکړې دي، له همدې امله باید د شهیدانو کورنیو او نورو زیانمنو شویو کسانو ته ځانګړې مرستې او اسانتیاوې برابرې شي.
په پرېکړهلیک کې د بنوں له ټولو سیمه ایزو او ملي مشرانو غوښتنه شوې چې د سولې د ټینګښت او د سیمې د ستونزو د حل لپاره ګډ او فعاله رول ولوبوي. جرګې څرګنده کړه چې د سولې د ټینګښت لپاره په ټولو کچو د یووالي او ګډو هڅو اړتیا ده.
جرګې د جولای له ۱۹مې وروسته د سولې ضد فعالیتونو کې د ښکېلو عناصرو پر ضد د سختو اقداماتو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې هر هغه څوک چې د سولې ضد کړنو کې ښکېل وموندل شي، باید له توپیر پرته قانوني چلند ورسره وشي او ونیول شي.
د پرېکړهلیک له مخې، په بنوں کې به ټول غیرقانوني ناکې او خنډونه لرې کړل شي. خو د میراني په سیمه کې مرکزي چیک پوسټ به پر خپل ځای پاتې وي، په داسې حال کې چې د ایف آر بنوں په سیمو کې د نورو چیک پوسټونو د تدریجي ختمولو غوښتنه شوې ده. همداراز د ځینو زندانونو ترڅنګ جوړې شوې ناکې د لرې کولو سپارښتنه هم شوې ده.
جرګې ټینګار وکړ چې بنوں باید د هر ډول ترافیکو پر مخ پرانیستل شي او سوداګریز او ټولنیز فعالیتونه بېرته عادي حالت ته راوګرځول شي، څو د خلکو د تګ راتګ ستونزې پای ته ورسېږي.
په پرېکړهلیک کې دا هم ویل شوي چې د جرګې له خوا پیل شوې د سولې د کمپاین او نورو اقداماتو د عملي کېدو بهیر باید په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې پیل شي.
په وروستۍ ماده کې جرګې اعلان وکړ چې د بنوں د ولسي ستونزو او د امنيتي وضعیت د ښه والي لپاره به د لویې قومي امن جرګې ځانګړې کمېټي جوړه شي، چې راتلونکی تګلاره به ترتیبوي او له اړوندو ادارو سره به په اړیکه کې وي.
د سیمهییزو شنونکو په وینا، دا پرېکړهلیک په داسې وخت کې منظور شوی چې په بنوں او شاوخوا سیمو کې د امنیتي وضعیت، هدفي وژنو، بریدونو او د خلکو د اندېښنو له امله پراخه تشویش موجود دی. د جرګې ګډونوالو وویل چې له سولې پرته نه پرمختګ شونی دی او نه هم د خلکو عادي ژوند، له همدې امله ټول اړخونه باید د سولې د ټینګښت لپاره ګډ او مسؤلانه رول ولوبوي.