د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خپل ټروت سوشل پاڼه ويلي چې د ايران پر ضد پلان شوي پوځي بريدونه يې لغوه کړي دي۔
ټرمپ د خپلې ټولنيزې رسنۍ له لارې په يو بيان کې ويلي چې د ايران له لوړپوړو چارواکو سره تر خبرو اترو وروسته دغه پرېکړه شوې ده. د هغه په وينا،چې د خبرو مهم ټکي د ټولو اړخونو له خوا منل شوي دي۔
هغه ادعا کړې چې په دې بهير کې د امريکا، اسرايل، سعودي عرب، متحده عربي اماراتو، قطر، ترکيې، پاکستان، بحرين، کوېت، اردن او مصر په ګډون يو شمېر هېوادونه شامل وو۔
خو ټرمپ زياته کړې چې د ايران پر بندرونو د امريکا سمندري بنديزونه به تر هغه وخته پر ځای وي تر څو د دواړو خواو ترمينځ وروستۍ راکړه ورکړه رسمي نه شي۔ نوموړي ویلي چې د تړون د لاسليک ځای او نېټه به ډېر ژر اعلان شي۔
د ټرمپ د دې څرګندونو په اړه تر اوسه د ايران له لوري رسمي غبرګون نه دی خپور شوی۔