افغان حکومت وايي چې د پاکستان په هوايي بريد کې ملکي وګړي وژل شوي خو پاکستان د وسله والو د وژلو ادعا کوي

افغان حکومت وويلې دي چې د جون په ۹مه شپه مهال د خوست په سپېرې ولسوالۍ کې د پاکستان پوځ د بې پيلوټه الوتکې د بريد له امله د دوو کورنیو لس غړي وژل شوي او لس نور ټپيان دي۔ خو د پاکستان وفاقي حکومت ويلي دي چې افغانستان کې يې د وسله والو پټن ځايونه څه نښه کړې دي۔
د افغانستان حکومت وياند ذبیح الله مجاهد پر اېکس لیکلي چې پاکستان تېره شپه یو ځل بیا د افغانستان حریم نقض کړی دی۔
هغه زیاته کړې چې پر کونړ، خوست او پکتیکا د پاکستان په هوايي بریدونو کې ملکي کورونه په نښه شوي دي۔
مجاهد ویلي، په دغو بریدونو کې ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او یو سپین‌ ږیری شهیدان او ۱۴ تنه نور چې ښځې او ماشومان دي، ټپیان دي۔


د افغان حکومت ویاند دغه بریدونه بشري جنایت یاد کړی او غندلی یې دی۔
خو د پاکستان د وفاقي حکومت د اطلاعاتو وزير عطاءالله تارړ وويلې دې تېره شپه يې په افغانستان کې دننه د وسله والو ډلو څلور پټن ځايونه په نښه کړې دي، چې پکې ۲۶ وسله وال وژل شوې دي۔
خو خوست کې امنيتي سرچينو مشال ډېجيټل ته ويلي، چې تېره شپه شاوخوا دولس بجې پاکستاني بې پيلوټه الوتکې د خوست ولايت د سپېرې ولسوالۍ په “مڼه” کلي کې د دوو وروڼو ( سراج او ببري) پر کورونو هوايي بریدونه کړي، چې پکې د سراج د کورنۍ نهه غړي چې ښځې او ماشومان هم پکې دي وژل شوي او يوازې دوه ماشومان يې ژوندي پاتې شوي دي.
همدا شان د ببري د کورنۍ يو ماشوم وژل شوی او د‌ دواړو کورنيو لس نور غړي ټپيان شوي، چې د ځينو يې حالت يې نازک بلل شوی.
زيانمن شوي کسان په بېړني ډول د سپېرې ځايي روغتون او همدا شان د خوست ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

په دې اړه: ,

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.