په خوست کې د غواوو فارم لرونکي د حکومت نه د پاملرنې غوښتنه کوي

په خوست کې سره له دې چې په وروستیو کلونو کې د غواوو فارمونه ډېر شوي او د کورنیو شیدو او مستو تولیدات زيات شوي دي ،  خو فارم لرونکي وايي ، ځینې ستونزې شته، چې د دې کار د پرمختیا او پراختیا مخه يې نیولې ده ۔

دوی مشال ډيجيټل ته وويل چې د کلیو او د  ښار دوکانداران او د لبنیاتو پلورونکي له دوی شیدې او مستې په لږه بیه اخلي، خو ګران يې خرڅوي، چې کرار،کرار يې پیردونکي کمیږي ۔

د فارم لرونکو په وینا، دوی تر اوسه هم د نوې مالدارۍ له میتودونو سره نه دي بلد او اړوندو ادارو کوم وسایل او امکانات هم نه دي ورکړي ۔

د فارم لرونکو بله انديښنه د لازمو واکسینونو او دوا درملو د نشتون له کبله د دوی د څارویو مړینه ده، چې د یوې غوا په مړینې سره یې د دوی د ټول کال ګټه ختمیږ ۔

د باک ولسوالۍ اوسیدونکی عیدولي چې د غواوو فارم لري، مشال ډېجیټل ته وویل:

“ته بک یو ډول د غواوو بیماري ده، چې غواوې له مينځه وړي، که له دې بیمارۍ ژوندی هم پاتې شي، نو د پنځو لکو کلدارو غوا په دوه لکه  څوک نه اخلي ۔ زموږ ډېره اړتیا د غواوو درملو ته ده ۔ کله مو چې څاروي بیمار شي، نو نږدې حیواني کلینکونه نه لرو او نه په شته کلینکونو کې د اړتیا وړ درمل موجود دي”

انتظار کندهاری په خوست کې د ۲۵ غواوو فارم لري، هغه وايي چې پخوا شیدې ډېرې خرڅيدې، خو اوس کمې شوې دي ۔

دی زیاتوي چې د دوی مالداري په هماغه پخوانی بڼه ده او  د مالدارۍ د اوس وخت  وسایل نه لري ۔

نوموړی د مشال ډيجيټل سره د خبرو په وخت د لوړو ټيکسونو (ماليې) ستونزه هم یاده کړه او ويې ویل چې دا ټيکسونه د دوی له وسه پورته دي ۔

د غواوو یو بل فارم لرونکی قیوم هم ورته ستونزه یادوي او د اړوندو ادارو د پاملرنې غوښتنه کوي ۔

نوموړی په دې اړه مشال ډيجيټل ته وويل:

“شل یا پنځه ویشت غواوې لرو، ګرمي ده سیورو ته مو اړتیا ده، منشیان هم رانه پیسې ټولوي، اوس که لس کیلو شيدې خرڅوو، پخوا مو شپیته اویا کلیو خرڅولې”

بل لوري ته د خوست د کرنې او مالداری ریاست مسوولین وايي چې د غواوو، ماهیانو، مچیو او چرګانو فارمونو سره په خپلو برخو کې مرسته کوي او مالکان يې خپلې ستونزې دوی سره شریکولی شي ۔

د کرنې او مالداری رئیس مولوي شیرمحمد ذبیح مشال ډيجيټل ته وويل:

“هغه خوستوال چې د څارویو په برخه کې د غواوو فارمونه لري، د ماهیانو ، د چرګانو يا د مچیو فارمونه لري، په هر بخش کې مونږ ورسره همکارۍ ته تیار یو او همکارۍ مو ورسره کړې هم ده”

یاده دې وي چې په اوس وخت کې په خوست ښار او د اطرفي سیمو په چایخانو او دمه ځایونو کې هم تر ډېره وطني شیدې استعمالیږي او یو شمېر فارم لرونکي او هغه کورنۍ ، چې د خپلو اقتصادي اړتیاوو یوه برخه د غواوو او نورو کورنیو څارویو له شیدو، مستو، چکې، کوچو او نورو لبنیاتو په خرڅولو پوره کوي، هم په دوامداره توګه یوه اندازه شیدې پر چایخانو او دمه ځایونو پلوري ۔

په دې اړه:

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.