د موسمياتو د څېړنې ادارې “کلائمیټ سنټرل وايي چي د اقليمي بدلون (موسمياتي بدلون) له امله دا اندېښنه ده چې د فیفا ورلډ کپ ۲۰۲۶ ډېرې لوبې به اغېزمنې شي د رپورټ تر مخې چې سږ کال به دا بدلون د لوبغاړو په کارکردګۍ او د لوبو په معيار اثر کوي۔
څېړنيز راپور وايي چې د ټول ټورنمنټ له ۱۰۴ لوبو څخه شاوخوا ۹۷ لوبو کې د سختې ګرمي امکان شته، او دا ګرمي د لوبغاړو په کارکردګۍ بد اغېز کولی شي
د موسمياتو د څېړنې ادارې “کلائمیټ سنټرل” له مخې، که حرارت ۲۸ درجې سانتي ګرېډ يا تر دې زيات شي، نو د فوټبال لوبغاړو منډه، تېز منډې (سپرنټ)، تېرېدونکی واټن او د ستړيا نه بېرته رغېدل اغېزمن کېږي. له دې سره د لوبې چټکتيا، تګلاره او ټول معيار هم کمېدای شي
څېړنيز راپور وايي چې د ۲۰۲۶ نړیوال جام (ورلډ کپ ) نږدې نيمايي لوبو کې د دې ډول ګرمۍ امکان ۵۰ سلنه يا تر دې هم زيات دی. همدارنګه ۲۶ داسې لوبې دي چې پکې د اقليمي بدلون له امله دا خطر لږ تر لږه ۱۰ سلنه نور هم زيات شوی دی راپور وایي چي د فيفا جام په ټولو لوبو کې د داسې ګرمۍ امکان شاوخوا ۸ سلنه زيات شوی دی
څېړنه وايي چې تر ټولو زيات اغېزمنه لوبه به د مکسېکو په ګوادالاخارا ښار کې د هسپانيا او يوراګوای ترمنځ وي، چې پکې د ۲۸ درجې نه د زيات حرارت امکان نږدې ۷۰ سلنه دی، او دا د اقليمي بدلون له امله ۳۷ سلنه زيات شوی دی
راپور زياتوي چې ګوادالاخارا او ميامي په ګډون څو کوربه ښارونه د سختې ګرمۍ سره مخ کېدای شي. همدارنګه د جولای په ۱۹ نېټه په نيو جرسي کې د فاينل پر مهال هم د ګرمۍ امکان شاوخوا ۴۷ سلنه یا فيصده دی، چې دا هم د اقليمي بدلون له امله زيات شوی دی.
کارپوهان (ماهرين ) وايي چې که حرارت ۲۸ درجې نه پورته شي، نو د فوټبال د لوبې طرز بدلېږي: لوبغاړي لږ چیټکې منډې وهي، لوبه کمه تېزه وي، او د ګول چانسونه هم کم شي. همدارنګه زياته ګرمي او لمدوخه (نمي) د لوبغاړو لپاره د ناروغيو لکه د بدن سخت ستړيا (هيټ ايګزاسشن) او هيټ سټروک خطر زياتوي.
د ناروې فوټبالر مورټن تورسبي وايي چې زياتېدونکی حرارت يوازې د لوبغاړو او نندارچيانو د صحت لپاره خطر نه دی، بلکې د لوبې معيار هم خرابوي. هغه وايي کله چې ګرمي د منډو، رغېدو او د لوبې په شدت اغېز وکړي، نو د فوټبال بڼه هم بدلېږي.
کلائمیټ سنټرل وايي چې د نړیوال جام (ورلډ کپ) تنظيموونکو د ګرمۍ د خطر کمولو لپاره ځينې ګامونه اخيستي دي، لکه په ګرمو ښارونو کې د ماښام پر وخت لوبې کول او په ټولو ۱۰۴ لوبو کې د اوبو دمه (وقفه) لازمي کول. خو بيا هم ډېری لوبغالو (سټېډيمونه) پرانيستي دي، نو لوبغاړي او نندارچيانو ته به د سختې ګرمۍ ستونزه وي