د چارسدې سر دریاب کې کښتۍ چپه کېدو له امله یوه ښځه مړه شوې او شپږ نور تنه ژغورل شوي


د جون پر ۷ مه د خېبر پښتونخوا د چارسدې سردریاب کې يوه کښتۍ چپه شوې چې له امله یې اووه کسان په اوبو کې ډوب شوي وو.
په کښتۍ کې سپاره ټول د یوې کورنۍ غړې وو چې يوه ښځه په کې مړه او شپږ کسان ژغورل شوې دي.

د د غورنې ( ریسکیو ) ۱۱۲۲ چارواکو په وینا، په دغو کسانو کې درې ماشومان، درې ښځې او یو سړی شامل دي. له پېښې ورسته د ژغورنې( ریسکیو) ۱۱۲۲ د اوبو ژغورنې ډلې عملیات پیل کړي او د ځايي خلکو په مرسته یې ټول کسان له سینده را ایستلي.

د ژغورنې عملیاتو پر مهال یوه ښځه او یو ماشوم بې هوښه وموندل شوو. ښځه په بېړني حالت کې د چارسدې ضلعي مرکزي روغتون ته لېږدول شوې، خو ډاکټرانو وروسته د هغې د مړینې پخلی وکړ.

د ریسکیو ۱۱۲۲ چارواکي وایي چې د ماشوم او نورو ژغورل شوو کسانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.

په دې اړه:

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.