په ګلګت بلتستان کې ټولټاکنې کيږي

د پاکستان په شمالي سيمه ګلګت بلتستان کې دجولايي په اوومه نيټه د هغه سيمې د ځايي اسمبلۍ د پاره ټاکنې پيل شوې ۔ اټکل کيږي چې په دې ټاکنو کې به تر نهه لکه زيات خلک خپلې رايې واکاروي ۔
د ګلګت بلتستان انتظاميې او د پاکستان مرکزي حکومت د ټاکنو پر مهال سخت امنيتي تدابير نيولي دي ۔ د ګلګت بلتستان د خپلو پوليسو نه علاوه د پنجاب نه هم د امنيتو ځواکونو سرتيرې يادې سيمې ته ليږل شوي دي ۔
ګلګت بلتستان د پاکستان يوه نيمه خپلواکه سيمه ده چې له چين، افغانستان او د هند تر ولکې لاندې کشمير سره پولې لري ۔ دا سيمه د نړۍ د ځينو لوړو غرونو، د سيلګرۍ، اوبو سرچينو او ستراتيژيک اهميت له امله ځانګړی ارزښت لري ۔
د ګلګت بلتستان اسمبلۍ د ۲۴ عمومي څوکيو لپاره ۳۹۶ کانديدان سيالي کوي چې ۲۶۶ يې خپلواک دي ۔ دا ټاکنې له شپږو کلونو وروسته ترسره کېږي چې پکې به د اسمبلۍ ۳۳ غړي وټاکل شي ۔
د ګلګت بلتستان اسمبلۍ ۲۴ عمومي څوکۍ، د ښځو لپاره شپږ ځانګړې څوکۍ او د ټېکنوکراټانو او مسلکي کسانو لپاره درې ځانګړې څوکۍ لري ۔
د پاکستان په اساسي قانون کې ګلګت او د دې سره نورو سيمو ته “شمالي سيمې” ويل شوي وو چې انتظامي بڼه يې له نور ملک نه جلا وه ۔ په کال ۲۰۰۹ کې دا سيمې د ګلګت بلتستان په نوم و بلل شوې او خپله قانون ساز اسمبلي يې هم جوړه شوه ۔ په کال ۲۰۱۸ کې د غير رسمې صوبې حيثيت ورکړل شو ، خو اوس هم په اسنادو کې صوبه نه بلل کيږي ، البته اوس يې اسمبلې هم منتخب ده او د يوې صوبې په اندازه حقونه لري ۔

په دې اړه:

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.