په کوټه کې يو تن خپله مېرمن او څلور ماشومان وژلي

د بلوچستان په سرښار کوټه کې یو سړي خپله مېرمن او څلور ماشومان وژلو نه پس د ځان وژنې هڅه کړې ده ۔

ځايي اوسيدونکو مشال ډيجيټل ته وويل چې د جون پر ۸ مه د کوټې په وحدت کالونۍ سیمه کې د محمد اصف په نوم یوه کس خپل مېرمن او څلور ماشومان وژلي او خپله یې هم د ځان وژنې هڅه کړې ۔

پولیس وایي چې محمد اصف د کوټې سول سیکرټريټ کې سرکاري دنده تر سره کوله او په وحدت کالونۍ کې په یو سرکاري کور کې د خپلو ماشومانو سره اوسېدو ۔

د پولیسو په وينا د پېښې قربانیان د محمد آصف مېرمن زینب او د هغه څلور ماشومان دي ۔ په وژل شویو ماشومانو کې ۱۳ کلن حذیفه، ۱۲ کلنه حورین، ۶ کلنه علینه او یو نیم کلنه مهرينا شامل دي ۔

پولیس او د کورنۍ غړي وایي چې محمد اصف له پېښې وړاندې تر ۱۳ دقیقو پورې اوږده ویډیو ثبت کړې وه او خپلو خپلوانو، د ټولنیزو رسنیو ځینو فعالانو او نورو کسانو ته یې ليږلې وه ۔

هغه په ویډیو کې د دوو سرکاري کارکوونکو نومونه اخیستي او تور یې پورې کړی چې د سرکاري کور د خالي کولو لپاره پرې فشار راوړي او ځوروي یې ۔ هغه ادعا کړې چې د کور د اوبو نل یې پرې کړی و او د برېښنا د بندولو هڅه هم شوې وه ۔

محمد اصف په ويډيو کې دا تور هم پورې کړی و چې یاد کسان د ده د ماشومانو په نوم ورته ګواښونه کوي ۔ نوموړي د پاکستان صدر(ولسمشر)، وزیر اعظم (لومړي وزیر) او د بلوچستان له اعلا وزیر څخه د مرستې غوښتنه هم کړې وه ۔

  له پېښې ورسته دغه ویډیو په ټولنیزو رسنیو هم خبره شوې ده ۔ اصف په ويډيو کې بيا بيا وایي چې هغه خپل ماشومان په ډېره مینه لوی کړي او نه غواړي چې بل څوک ورته زیان ورسوي، نو له همدې امله به هغوی ووژني او وروستو به ځان هم ووژني ۔

د محمد اصف وراره حاتم خان وايي چې د پېښې په ورځ تر غرمې وروستو یې له خپل تره څخه د واټس‌اپ له لارې ویډیويي او غږیز پیغامونه ترلاسه کړل چې هغه پکې ویلي وو چې هر څه ختم شوي او زه خپل ځان هم وژنم ۔

د حاتم خان په وينا دوی هڅه وکړه چې هغه له دې کاره راوګرځوي او ورته یې وویل چې کور ته یې ورځي ۔ هغه ویلي چې له خپل پلار سره د محمد اصف کور ته ورغلو، خو د کور ور ( دروازه) یې له دننه لورې تړلې وه ۔

هغه وايي چې لږ وروستو محمد اصف د دوو وژل شویو لوڼو انځورونه ورته پر واټس تېپ ورولېږل، چې له امله یې سمدستي نورو خپلوانو ته خبر ورکړ ۔ هغوی بیا هم ور (دروازه) وټکوه، خو هېڅ ځواب یې ترلاسه نه کړ ۔ وروستو د کور دننه د ډزو غږونه واورېدل شو ۔

حاتم خان وايي چې دوی پولیسو ته خبر ورکړ۔ پولیسو دروازه ماته کړه او کور ته ور ننوتل او مړي یې په خپل واک کې واخیستل ۔

هغه وایي چې محمد اصف له څه مودې راهیسې اندېښمن او خپه ښکارېده، خو دا یې نه وه روښانه کړې چې اصل ستونزه یې څه ده ۔

  د محمد آصف ګاونډي لښکر خان ویلي دي چې کله یې پولیسو د کور ور مات کړ او کورته ور ننوتل نو د اصف وروستۍ سلګۍ وې چې روغتون ته یوړل شو ۔

 د پولیسو په وینا له پېښي ورستو محمد اصف په سخت ژوبل حالت کې روغتون ته لېږدول شوی او د پېښې له ځایه شواهد راټول شوي او د بېلابېلو اړخونو څخه پلټنې روانې دي ۔

د بلوچستان وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګټي د دې پېښې نوټس اخیستی او د رڼو او بې‌ پرې پلټنو امر یې کړی دی ۔

د وزیر اعلی معاون (سلاکار) شاهد رند ویلي دي چې د محمد آصف له خوا د ځان وژنې تر هڅې وړاندې ثبت شوې ویډیو په رڼا کې دوه شکمن سرکاري کارکوونکي نیول شوي او د پلټنو لړۍ نوره هم پراخه شوې ده ۔

هغه وايي چې حکومت به د عدالت له مخې حقایق د خلکو مخې ته ږدي او هېڅوک به له قانون څخه لوړ ونه ګڼل شي ۔

په دې اړه:

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.