کوټې په یوه دولتي روغتون کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو شیندلو برید شوی

د جون پر ۶ مه د کوټې په یوه دولتي روغتون د ماه نور ناصرې په نوم پر یوه ښځینه ډاکټرې د تېزابو شيندلو برید شوی چې له کبله یې د ډاکټرې د بدن ۳۵ سلنه برخه سوځول شوې،
د کوټې د پولیسو په وینا چې دا پېښه د جون پر شپږمه ماپښین مهال د کوټې دولتي (سول) سنډیمن روغتون د جراحۍ ( سرجیکل وارډ) په څانګه کې شوې چېري چې ډاکټره ماه نور په یوه خونه کې وه.
د بلوچستان د اعلا وزیر میر سرفراز بګټي د مرستیال( معاون) شاهد رند په خبره چې له پېښې ورسته یې ډاکټره ماه نور ناصره د کوټې یوه شخصي روغتون ته رسولې چې له هغه ورسته یې د نورې درملنې لپاره د ډاکټرانو تر څارنې لاندې د سنید کراچي ښار ته د هوایي ایمبولینس(پیپلز ایر ایمبولینس) له لارې لېږدولې.
د پیښي په سي سي ټي وي فوټېج کې ښکاري چې یو کس د روغتون جراحي وارډ ته ننوځي او تړلی ور ټکوي چې ور پرنیزل ( خلاص) شي کیمیایي مواد( تېزاب) دننه شیندي او تښتي، له دې ورسته له خونې ( کمرې) یوه ښځینه ډاکټره راوځي او د مرستې غوښتنه کوي چې دلته یو ولاړ ځوان ور مخته کیږي او مرسته یې کوي.
پولیس وایي چې برید کونکی د همایون شاه په نوم پېژندل شوی چې د بلوچستان د نوشکي سیمې اوسېدونکی و، چې په روغتون کې یې د لفټ اپریټر په توګه کار کاوه، د چارواکو په خبره چې د برید لاملونه روښانه نه دي چې د همایون شاه په نوم دغه کس برید له کومه کبله کړی.
د کوټې پولیس وایي چې له پښې ورسته سم د لاسه د تورن کس لټون پېل شو، د هغوی په خبره چې د کوټې کچي بېګ پولیس اسټېشن حدود کې د نوشکي بس تمځی ته نژدې د هغه د نیولو هڅه شوې چې تورن کس پر پولیسو ډزې کړي، د پولیسو په خبره چې د پولیسو سره په مقابله کې تورن کس وژل شوی چې ورسره یوه توکپنچه او څور کارتوس یا مرمۍ هم ورسره نیول شوي.
د تېزابو د برید ورسته ژوبل شوې ډاکټره لومړی د دولتي روغتون ټراما مرکز ته وړل شوې وه.
د کوټې د ځوانو ډاکټرانو اتحادیې مشر حی بلوڅ وایي چې د ډاکټرې ماه نور ناصرې پر مخ او بدن تېراب شیندل شوي و چې د هغې د مخ او بدن ۳۵ سلنه برخه سوځېدلې وه.
له پېښې ورسته په ډاکټرانو کې ویره خوره شوې، د یاد روغتون د ښځو د نارغیو پوهه ډاکټره شازیه خپلواک وایي چې په روغتون کې ښځو ډاکټرانو ته کار کول ډېر ګران دی، د هغې په خبره چې دلته ښځې ډاکټرې په بېلا بېلو ډولونو ځورول ( هراسه) کیږي خو حکومت یې مخ نیوی تر اوسه نه دی کړی. هغه وایي چې په روغتون کې دوی د ناروغانو د درملنې لپاره له ډېرو اسانتیاو څخه بې برخي دي، د هغې په خبره که اسانتیاو ورته برابري وایي نو ډاکټره ماه نور ناصره به څله د کوټې له دولتي روغتون نه یو بل شخصي روغتون ته لېږدول کېده.
د ځوانو ډاکټرانو اتحادیې مشر حی بلوڅ هم وایي چې که په دولتي روغتون کې اسانتیاوي د حکومت لخوا برابري شوي وای نو د ژوبل شوي ډاکټرې درملنه به هم دلته شوې وای.
له پېښي ورسته د بلوچستان د روغتیا وزیر بخت محمد کاکړ ویلي چې ډاکټرې ماه نور ناصرې چې د کوټې دولتي روغتون کې یې جراحي (سرجیکل)کې یې د ماسترۍ زده کړي کولې چې په پېښه کې اغېزمنه شويده، هغه ویلي چې د ډاکټرې درملنه به په کراچي کې د حکومت په لګښت ترسره کیږي.
په پېښه کې د عبدالرزاق خلجي په نوم یو ځوان هم هغه مهال ژوبل شوی چې له پېښې ورسته ډاکټره له خونې راوځي او د مرستې غوښتنه کوي.
د رزاق په خبره چې ډاکټره دردنو اخستې وه هغه وایي چې ما ولیدل چې د ډاکټرې مخ او غاړه او د غاړې جامې سوځلې وې ما د هغې د پردې خوندې کولو او مرستې کولو لپاره خپل واسکټ واستلو چې د هغې پرده خوندي کړم خو ډاکټره سختو دردونو اخستې وه چې هغه هم له تېزابو اغېزمن شوی( دغه حال په سي سي ټي وي فوټېج کې هم لیدل کیږي چې رزاق خلجی یې مرسته کوي)، درزاق درملنه د کوټې په یوه شخصي روغتون کې روانه ده چې پښې یې له تېزابو اغېزمنې شوي دي.
د ځوانو ډاکټرانو اتحادیې ددې پېښي پر ضد سخت غبرګون ښودلی او له حکومته یې د پېښې کره پلټونو، ډاکټرانو ته اسانتیاو او امن ورکول غوښتنې کړې.
د ځوانو ډاکټرانو اتحادیې له پېښې ورسته دولتي روغتونونو کې یې د بیړني خدماتو پرته د نورو طبي خداماتو کاربندیز کړی.
ګڼو سیاسي ګوندونو،وکیلانو او پر ټولنیزو رسنیوو پر ډاکټري د تېزابو شیندلو پېښه غندلې ده.
نن د جون پر ۷ مه د ځوانو ډاکټرانو لخوا د کوټې دولتي روغتون نه د کوټې پریس کلب پورې د دې پېښي پر ضد احتجاجي لاریون وکړ او له حکومته یوار بیا د په روغتون د ناروغانو د درملنې لپاره د اسانیاو، ډاکټرانو ژوند خوندي ساتولو او د ډاکټرې ماه نور ناصرې د پېښي د کره پلټونو غوښتنې کړې.

په دې اړه:

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.