په کوز جنوبي وزیرستان کې د جينکو په يو سکول کې چاودنه شوې

د کوز جنوبي وزیرستان مرکز واڼه په جنان کوټ سیمه کې د ګورنمنټ ګرلز هايي سکول د مرکزي دروازې کې چاودنه شوې چې له امله یې د ښوونځي چاردیوالۍ او ودانۍ ته زیان اوړيدلې دې خو څه ډوله ځاني زيان پکې نه دې شوی۔

د ځايي سرچینو او پولیسو د معلوماتو له مخې، چاودېدونکي توکي د ښوونځي د مرکزي دروازې ته نزدې ځای پر ځای شوي وو چې وروسته وچاودېدل۔ د چاودنې زور دومره زیات و چې د ښوونځي د ديوال او ودانۍ یوه برخه یې زیانمنه کړه. امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي۔

د تعليم د ادارې چارواکو مشال ډيجيټل ته د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې د چاودنې پر مهال په ښوونځي کې تعلیمي فعالیتونه نه وو روان، له همدې امله زده‌کوونکو، ښوونکو او نورو کارکوونکو ته کوم زیان نه دی اوښتی۔

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې په جنوبي وزیرستان کې له تېرو څو میاشتو راهیسې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې پر خرابېدو دی۔ د هدفي وژنو، تښتونو او ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي، او د سیمې یو شمېر ښوونځیو ته د ګواښ لیکونو د رسېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي۔ د ناامنۍ له امله ګڼ دولتي کارکوونکي او سوداګر اړ شوي چې خپلې سیمې پرېږدي۔

تېره اوونۍ د احمدزۍ وزیرو قامي جرګې یو مخه ور مشر ملک جمیل دوه زامن د نامعلومو وسله‌والو له لوري ووژل شول، هغه پېښه چې په سیمه کې یې پراخ غبرګونونه راوپارول او د خلکو اندېښنې یې لا زیاتې کړې۔

د دغو پېښو پر ضد د جون په لسمه په وانا ښار کې زرګونو خلکو پراخ احتجاجي لاریون ترسره کړ۔ د لاریون ګډونوالو د ناامنۍ پر ضد شعارونه ورکول او له حکومت څخه یې غوښتنه کوله چې د سیمې امنیت خوندي او د خلکو ژوند، مال او عزت ته د ورپېښو ګواښونو مخه ونیسي۔

احتجاجي غونډې ته د وینا پر مهال د پښتونخوا نيشنل عوامي ګوند مخکښ خیال وزیر وویل چې په ۲۰۰۴ کال کې په وزیرستان کې د ناامنۍ نوی باب پرانیستل شو او له هغه وخت راهیسې بېلابېل پوځي عملیات ترسره شول، خو د ده په وینا تر اوسه هم ترهګري او ناامني پای ته نه ده رسېدلې۔

هغه وویل: هره ورځ خلک وژل کېږي، تښتول کېږي او د وېرې تر سیوري لاندې ژوند کوي، خو د دې ستونزې د حل لپاره د دولت جدي اقدامات نه تر سترګو کېږي۔

په غونډه کې سوداګر تاج وزیر هم وینا وکړه او ویې ویل چې د ناامنۍ له امله سوداګري سخت زیانمنه شوې ده۔ د هغه په خبره، ګڼ سوداګر او دولتي کارکوونکي له سیمې وتلي، بازارونه پیکه شوي او خلک د اقتصادي ستونزو له امله له سختو مشکلاتو سره مخ دي۔

همدارنګه د عوامي نېشنل ګوند مشر ایاز وزیر وویل چې وزیرستان د جګړو، بې‌ثباتۍ او قربانیو اوږد تاریخ لري. هغه زیاته کړه چې د سیمې خلک نور جګړه نه، بلکې امن، ثبات او پرمختګ غواړي۔

بل لور ته د صوبې حکمرانه ګوند پاکستان تحریک انصاف منتخب استازي عجب ګل هم د امن د ټینګښت پر اړتیا ټینګار کړی دی. نوموړي ویلي چې د سیمې د ستونزو د حل لپاره باید ټول سیاسي او ټولنیز قوتونه په ګډه کار وکړي. د هغه په وینا، د افغانستان سره پر پوله امنیتي ستونزې لا هم د اندېښنې وړ دي، خو ولس باید هیله له لاسه ور نه کړي۔

هغه وویل: “موږ به د امن لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو یو او باور لرو چې د ګډو هڅو له لارې به سیمه بېرته د ثبات پر لور ولاړه شي.”

د یادونې وړ ده چې په خیبر پښتونخوا او پخوانیو قبایلي سیمو کې پر ښوونځیو بریدونه نوې خبره نه ده. د ۲۰۰۷ کال راهیسې سلګونه تعلیمي ادارې په بېلابېلو بریدونو کې زیانمنې یا ویجاړې شوې دي. که څه هم وروسته ډېری ښوونځي بېرته ورغول شول، خو په وروستیو میاشتو کې یو ځل بیا د تعلیمي ادارو د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي۔

تر اوسه د جنان کوټ د چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی او حکومتي چارواکو هم د پېښې په اړه رسمي دریځ نه دی خپور کړی۔

په دې اړه:

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.