په سوات کې د وسله والو په بريد کې درې تنه وژل شوي دي 

په سوات کې ناپېژاندو وسله ‌والو پر ځايي ټرانسپورټر افضل ګوجر ډزې کړې، چې پکې د ټرانسپورټر زوی او وراره په ګډون درې تنه وژل شوي او خپله افضل ګوجر ټپي شوی دی ۔

د سوات د پوليسو وياند ناصر اقبال کريمي او ځايي اوسېدونکو په وينا، د بر سوات د شکردرې په سيمه کې د جون په پينځمه د مټې يو ځايي ټرانسپورټر افضل ګوجر د شپې ناوخته هغه مهال تر بريد لاندې راغی، کله چې د مينګورې نه په ګاډي کې  خپل کور مټې ته روان و ۔ د ځايي خلکو په وينا، ډزې تر شاوخوا يو ساعت پورې روانې وې او د درنو وسلو د چاودنو غږونه هم اورېدل کېدل ۔

په بريد کې د افضل ګوجر ځوان زوی بهرام خان او د هغه وراره وژل شوي دي ۔ د ډزو په پېښه کې د دوی يو ساتونکی هم وژل شوی دی ۔ افضل ګوجر ټپي شوی او د درملنې لپاره د مټې روغتون ته لېږدول شوی دی ۔

د سوات د پوليسو مشر (ډي پي او) محمد عمر خان رسنيو ته ويلي، چې سيمې ته په ګڼ شمير کې پوليس استول شوي او د بريدګرو پر ضد عمليات پيل شوي دي ۔

بل لور ته، د پېښې له رامينځ ته کېدو وروستو د سهار لخوا د افضل ګوجر د زوي او نورو وژل شويو کسانو مړي د احتجاج په توګه د شکردرې پر مرکزي سړک اېښودل شوي او لاره تړل شوې ده ۔ احتجاج کوونکي د بريدګرو د نيولو غوښتنه کوي ۔

د دې بريد مسئوليت تر اوسه کومې ډلې يا چا پر غاړه نه دی اخيستی۔

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.