په بلوچستان کې سوداګرو او ټرانسپورټرانو تر نامعلومې مودې کاربندیز او پیه جام هړتال کړی.

په بلوچستان کې د سوداګرو او ټرانسپورټرانو اتحادیو د جون له ۱۱مې نېټې څخه په ټوله صوبه کې تر نامعلومې مودې پورې د کاربندیز او پیه جام هړتال کړی دی.
د آل بلوچستان ګرینډ ټرانسپورټرز اتحاد، آل بلوچستان ټرانسپورټرز ایکشن کمېټې، د پنجاب او خیبر پښتونخوا د مسافر وړونکو ټرانسپورټ اتحادیو، آل بلوچستان بسونو اتحادیې، د سوداګرو او د کانونو مالکانو اتحادیو په ګډه دغه هړتال کړی.
د هړتال له امله د بلوچستان په ګڼو ښارونو کې دوکانونه، کاروباري مرکزونه او بازارونه تړل شوي دي، همداراز له صوبې څخه د هېواد نورو سیمو ته تلونکې ګڼې لارې هم تړل شوې دي.


د آل بلوچستان ټرانسپورټرز ایکشن کمېټۍ مشر حاجي میر حکمت لهړي وایي، چې د بلوچستان ټرانسپورټران، سوداګر، صنعتکاران، نور کاروباریان او د کانونو مالکان له اوږدې مودې راهیسې له سختو ستونزو سره مخ دي.
هغه وایي، د دوی موټرې پر سړکونو سوځول کېږي، مسافر وړونکي بسونه شلول کېږي او د ټرانسپورټرانو شتمنیو ته زیان رسول کېږي.
سوداګر او ټرانسپورټران وایي، چې د ناامنۍ له امله د دوی کاروبارونه سخت اغېزمن شوي او د میلیونونو خلکو روزګار ورسره تړلی دی. د دوی په وینا، د ګازو وړونکي ټرکونه (بواوزر)، د سکرو وړونکې لارۍ سوځول کېږي، چې له امله یې په یوه میاشت کې ورته په میلیونونو روپۍ مالي زیانونه اوښتي دي.
دوی له حکومته غوښتنې کوي، چې د دوی د کاروبارونو او مالونو د خوندي ساتلو لپاره دې عملي ګامونه پورته کړي.
ټرانسپورټران او سوداګر ټینګار کوي، چې تر هغو به خپل هړتال ته دوام ورکړي، تر څو چې یې غوښتنې نه وي منل شوې. دوی وایي، چې د فشار، زور زیاتي او ګواښونو پر وړاندې به هېڅ ډول جوړجاړی ونه کړي.
د بلوچستان بېلابېلو سیاسي ګوندونو د سوداګرو او ټرانسپورټرانو د کاربندیز ملاتړ کړی دی. د کوټې بار ایسوسی ایشن هم په دې لړ کې د جون ۱۱ مه له عدالتونو د بایکاټ اعلان کړی دی.


په بلوچستان کې له اوږدې مودې راهیسې د صوبې له بېلابېلو سیمو څخه نورو برخو ته پر تلونکو لارو د ناڅرګندو وسله والو له خوا د مال وړونکو لاریو او ګاز وړونکو موټرو د ویشتل کېدو او سوځولو پېښې کېږي، همداراز د سکرو د کانونو موټرې هم په نښه کېږي.
ټرانسپورټران، سوداګر او د کانونو مالکان د دغو پېښو د مخنیوي غوښتنه کوي. خو حکومت وایي، چې د ناامنۍ د مخنیوي لپاره یې امنیتي اقدامات زیات کړي او د وسله والو پر ضد په بېلابېلو سیمو کې عملیات هم ترسره کړي دي.

په دې اړه:

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.