مهمند ډېم به د ۲۰۲۷ کال په پای کې د برق توليدول پيل کړي

مهمند ډېم (بند) به د راتلونکي کال په اخیرنيو مياشتو کې تکميل ته ورسي او  شاوخوا ۸۰۰ میګاواټه بجلي پيدا کول به شروع کړي ۔ 

د واپډې محکمې په سرکاري ویبپاڼه خپاره شوي معلومات ښايي چې د بند په پاور هاوس (بجلۍ جوړونکي ماشین)، د اوبو ناوه او د نهرونو کاسو جوړولو باندې کار روان دی  ا وپه  ۲۰۲۸م کال کې به بجلي تولیدول پيل کړي ۔

د دی بند د جوړيدو کار په ۲۰۱۹م کال کې پيل شوی و ۔ د کار د پوره کيدو کال یې ۲۰۲۵م ښودل شوی و ۔ خو د واپډې محکمې معلومات ښایې چې ځینو کارونو تر ټاکلې نیټې زیات وخت واخیست ۔

د واپډې محکمې د معلوماتو سره سم، دغه بند ته د کنکریټو ۷۰۰ فټه اوچت دیوال جوړیږي ۔ د بند د جوړیدو سره به د چارسدې، نوښار او پیښور ځینې برخې له سیلابونو وژغورل شي ۔

د روان کال په جنورۍ کی د واپډې محکمې په ویبپاڼه ليکل شوي وو چې د بند ۵۰ سلنه کار سر ته رسيدلی دی ۔ بند به د جوړيدو نه پس د پیښور ښاروالۍ ته درې سوه ملیونه ګیلنه پاکې اوبه ورکوي ۔

د واپډې محکمې دا هم لیکلي چې د بند په نهرونو به د مومندو ۱۶ ملیونه ایکړه زمکه خړوبیږي ۔ په دې برسيره د مومندو او چارسدې د ۱۸ زرو ایکړو نه زیاتې شاړې زمکې به د کرکيلې جوګه شي ۔

د مهمند بند متاثرين (اغيزمن خلک) څه غواړي؟

دا بند د مومندو په پنډیالۍ او پړانګ تحصیلونو کې جوړیږي، د دې سیمي د خلکو غرونه، شاړې زمکې، بانډې او ځینې ورشوګانې هم د بند د اوبو په ډب کې ډوبې شوې دي او یا به د بند تکميل ته رسيدو نه پس ډوبې شي ۔

د پنډیالۍ تحصیل اوسیدونکي افتخار خان مشال ډیجیټل ته وویل چی د بند د جوړیدو نه پس به د دوی د پاره د څښلو اوبه هم پيدا شي، ځکه چې د اوبو سطح (کچه) به لوړه شی ۔ اوس کوهیان ۲۰۰ نه تر۳۰۰ فټه ژوروالي کې اوبه لري، امکان دې چی دا اوبه به د بند جوړيدو نه پس ۵۰ فټو پورې را اوچتې شي ۔

د واپډې محکمې په ویبپاڼه دا هم لیکلي دي چې د بند ډب (د اوبو ذخیره) ۵۶ کلومیټره ده ۔

افتخار خان وویل چی د ډیم د پاره یې د دوی نه شاوخوا  ۸۰۰۰ ایکړه زمکه اخیستې ده، خو ځايي خلکو ته یې پیسې نه دي ورکړي ۔

د سینټ آف پاکستان په ویبپاڼه په اګست ۲۰۲۳م د لیکل شویو معلوماتو سره سم، د ځایي خلکو نه یو ایکړ زمکه په لس لکه روپۍ اخیستل شوې ده ۔

د امبار تحصیل اوسیدونکي مقصود اتمانخیل مشال ډیجیټل ته وویل چې د مهمند ډیم د جوړیدو په وخت حکومت دوی سره ژمنې کړې وې چې په سيمه کې به پرمختيايي کارونه کوي ۔ د تعليم او صحت په برخه کې به پروژې پلې کوي او سړکونه به جوړوي ، خو يوه ژمنه هم سر ته و نه رسيده ۔

نوموړي وویل چې که د دوی په تحصیل کې په غرونو کې واړه بندونه جوړ شي نو ځايي خلکو ته به د څښاک او کروندې د پاره د اوبو انتظام وشي ۔

د مهمند بند د جوړولو د پاره د مومندو د ځايي انتظامیۍ، د واپډې او د سیمي د مشرانو په شمول د حکومتي غړو یوه شریکه کمیټي جوړه شوې وه ۔ 

د صوبایي اسمبلۍ غړي او د مومندو د ترقیاتي کارونو د پاره د صوبایي حکومت ګمارل شوي چیرمېن محبوب شیر مومند، چې د دغه کمیټۍ غړی هم دې، مشال ډیجیټل ته وویل ، دوی کوشش کوي چې متاثرینو ته معاوضه ورکړي چې تر اوسه نه ده ورکړل شوې ۔

هغه وويل په سيمه کې د سړک جوړولو ژمنه به هم سر ته رسي او زر به د پنډیالۍ د درې نومې سیمې په سړک کار شروع شي ۔

په دې اړه:

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.