د سيلګرۍ د پاره د پاکستان مشهورې سيمې “مري” کې په ۱۰م جون د موټر په ټکر کې ۱۰ سيلانيان ووژل شول او ۱۳ نور ژوبل شول۔
د موټروۍ پوليسو په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي چې سيلانيان د اسلام اباد او مري تر مينځ په لويه لار روان وو چې موټر يې ټکر وکړو او دوی ته يې مرګ ژوبله واړوله ۔ په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې د سيلانيانو په “هايس وين” کې د ټکر پر وخت اور هم لګيدلی دی۔
د مري ډپټي کمشنر (اولسوال) آغا ظهیر عباس شیرازي رسنيو ته وويل چې د سیلانیانو موټر د کهجټ په سيمه کې د ټکر سره مخ شو، چې تر اوسه پورې پکې د لسو کسانو د مړینې تایید شوی دی ۔ هغه وويل چې په پېښه کې د لسو نه زيات کسان ژوبل شوي دي چې د سمدستي طبي پاملرنې لپاره نږدې روغتون ته لیږدول شوي دي ۔
هغه زیاته کړه چې په موټر کې د ملتان اوسيدونکي ۲۳ کسان سپاره وو چي د سهار دوه بجې له ملتان څخه مری ته روان شوي وو ۔
ډپټې کمشنر وويل :
“موټر د ډیر سرعت له امله د سړک د اړخ دیوال سره ټکر شو او انجن ېې اور واخیست ۔ د ټکر سره د موټر دروازه هم بنده شوه”
د موټروې پولیس په خبر پاڼه کې ويل شوي دې د مري ایکسپریس وې په وین ټکر کې ۱۳ کسان ټپیان شوي هم دي او د سمدستي طبي پاملرنې لپاره روغتون ته لیږدول شوي دي ۔
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې د موټروې پولیسو او ضلعي انتظاميې د ځواکونو له رسیدو وروسته د مرستې او ژغورنې هڅې روانې دي او نور جزيات به له څېړنې پس شریک شي ۔