د خيبر پښتونخوا په موجوده اسمبلۍ کې ۲۹ ښځينه د صوبې د ټولو اوسيدونکو له نيمايي زياتې ښځو نمايندګي کوي اود دوی د حقونو لپاره کار کوي ۔ په صوبايي اسمبلۍ کې ۲۶ ځانګړي او د دريو ښځو د عمومي چوکيو يا جنرل نشتونو د ګټلو له وجې په قانون سازۍ کې د ښځو ونډه مخ پر زياتيدو ده ۔
د ښځو د حقونو خوندي کولو د پاره جوړ شوو قوانينو کې د کال ۲۰۱۲ د کورني تاوتريخوالي د مخنيوي قانون د ذکر وړ دی ۔ دا قانون د خيبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړې عايشه نعيم په مشرۍ کې منظور شو ۔ د دی قانون ترمخه په کور دننه په ښځو هر رقم تشدد کول او د دوی ځورول جرم وګرځيد ۔
د دې ترڅنګ د واده لپاره د جينکو عمر ۱۸ کاله وټاکل شو ۔ ښځو ته په په ميراث کې برخه ورکولو لپاره هم سخت قوانين جوړ شول او په دولتي او شخصي ادارو کې کارکونکو ښځو ته حق ورکړل شو چې د اولاد پيدا کيدو په وخت درې مياشتې رخصت واخلي ۔
د ګوندي سياست نه پورته ، د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ په “وويمن پارليمنټري کاکس” نومې ډلګۍ کې ټولې ښځينه غړي يوځای دي ۔ دا ډلګۍ د صحت، تعليم ، عدليې او پوليسو په ادارو کې د ښځينه کارکونکو شمير زياتولو د پاره کارکوي او په ټولنه کې د ښځو د اقتصادي خپلواکۍ د پاره مبارزه کوي ۔
بشرا ګوهر په خيبر پښتونخوا کې د ملي جمهوري غورځنګ (نيشنل ډيموکريټيک موومنټ) مشره ده او تر دې وړاندي د پاکستان د پارليمان غړې هم پاتې شوې ده ۔ هغه د بشري حقونو د پاره هم فعاليت کوي ۔
مشال ډيجيټل سره د خبرو په وخت بشرا ګوهر وويل چې بايد په سياسي ګوندونو کې ميرمنو ته د پريکړو کولو واک ورکړل شي ۔
“ښځې دې په سياسي ګوندونو کې يوازې نمايشي رول نه لوبوي ۔ په ټاکنو کي برخه اخستو او بيا پارليمان ته رسيدو کې اوس هم ښځې د ګڼ شمير چيلنجونو او ستونزو سره مخ دي”
آغلې بشرا وويل چې د ښځو د پاره دا ګرانه ده چې د پارليمان عامې چوکۍ وګټي ځکه چې کلتوري بنديزونه دي او سياسي ګوندونه ښځينه د کانديد په توګه نه غوره کوي او زياتره پارټۍ سړو ته په اليکشن کې د برخه اخستو د پاره ټکټونه ورکوي ۔
د ښځو او جينکو د حقونو د پاره جوړ شوو قوانينو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې هغې مشال ډيجيټل ته وويل چې د دې قوانينو جوړيدل ښه دي خو دا په کليوالو سيمو کې پلي کول او په خلکو منل ډير ستونزمن کار دی ځکه چي په لرې پرتو سيمو کې زياتره د جرګو پريکړې منل کيږي او عملي کيږي ۔
اليکشن کميشن آف پاکستان (د ټاکنو کميسون) د ۲۰۱۸ کال د انتخابي عمل لپاره د جوړل کړل شوي قانون د ۲۰۶مې مادې ترمخه سياسي ګوندونو ته په دې شرط په ټولټاکنو کې د برخه اخستو اجازه ورکوي چې پنځه سلنه کانديدانې يې ښځينه وي ۔ دا شرط د پارليمان د عمومي چوکيو د پاره دی ، د ښځو د پاره ځانګړې شوې چوکۍ په دې کې نه شميرل کيږي ۔
د دی قانون موخه دا وه چې ښځي يوازي تر ځانګړو چوکيو محدودې نه بلکې په عمومي چوکيو هم د ټاکنو په پروسه کې برخه واخلي ۔ دا قانون د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې هم نافذ و چي ترلاندې يې ځينې ګوندونو يوازې د مجبورۍ له وجې پنځه فيصده ټکټونه ښځو ته ورکړل خو ځينې نورو تر دې هم زياتې ښځينه د خپلو کانديدانې په توګه نومولې وې ۔
د خيبرپښتونخوا ۲۰۲۴ ويمن ايمپاورمنټ پاليسۍ لاندې به حکومت تر ۲۰۳۰ کال پورې ښځو ته د کاروبار، تعليم او صحت په ميدانونو کې اسانتياوې برابروي ، د ښځو د پاره جلا تاڼې او د مرستي لپاره يي ۱۰۹۹ هيلپ لائن هم فعال کړي دي ۔
د خيبرپښتوڼخوا ښځينه قانون جوړونکې وايي چې بدلون وخت غواړي خو دوي د قانون د لارې د ټولنې فکر بدلول غواړې ۔