د بجټ (بوديجې) نه مخکې د پاکستان د خزانې وزير محمد اورنګزيب د روان مالي کال د پاره سروې رپورټ په ۱۱م جون په سرښار اسلام اباد کې د يوې خبري غونډې په مهال وړاندې کړو ۔
هغه وویل چې په مالي کال ۲۰۲۶ کې د ټول کورني تولید وده (جي ډي پي) ۳.۷ سلنه ثبت شوې وه، خو د ځينو عواملو له امله ۳.۱ سلنې ته راټیټه شوه ۔
د مالیې وزیر وویل چې پاکستان د جي ډي پي وده ۳.۷ سلنه ثبت کړې، چې په تیرو څلورو کلونو کې ترټولو لوړه ده، په مالي کال ۲۰۲۳ کې دا -.۲ سلنه، په مالي کال ۲۰۲۴ کې ۲.۶ سلنه او په مالي کال ۲۰۲۵ کې ۳.۲ سلنه وه ۔
هغه وويل:
” مخکې اټکل شوی و چې د جي ډي پي وده به له ۴ سلنې څخه زیاته شي، خو په مينځني ختیځ کې د روانې شخړې له امله دا کار ونه شو ۔ خو بيا هم مونږ د اقتصاد تاریخي لوړې اندازې ته رسیدلي یو چې ۱۲۶.۹ ټریلیون روپۍ دي”
وزیر وویل چې د سړي سر عاید کورني تولید ۱۹۰۱ ډالرو ته رسیدلی، چې پخوا ۱۷۵۱ ډالره و ۔
هغه وويل چې د روان مالي کال په لومړۍ میاشت کې غيريقيني حالت و او د ملک اقتصاد د مون سون بارانونو له امله اغېزمن شو ۔ بل خوا د امریکا متحده ایالاتو لخوا د نړۍ په مختلفو هیوادونو باندې د تعرفو لګولو بې باوري رامینځ ته کړې وه ۔
هغه وويل چې حکومت د بحرانونو په حل کې بریالی شو ۔ د کورنيو او بهرنيو ننګونو باوجود د ملک اقتصاد وده کړې ده ۔
ښاغلي اورنګزیب وویل چې د پټرولیم سکتور کې پنځه سلنه وده شوې ده، د جولای څخه تر مارچ پورې د روان حساب کچه ۷۲ ملیون ډالرو ته لوړه شوه ، د کرنې سکتور د ودې کچه ۲.۸۹ سلنه ده ۔ لبنیات او څاروي د کرنیز اقتصاد ۶۰ سلنه جوړوي ۔ هغه وویل چې د بهرنیو اسعارو زیرمې ۱۷.۱ ملیارد ډالر دي ۔
د يادونې وړ ده چې د بجټ وړاندې کولو د پاره د پاليمان ناسته رابلل شوې ده ۔ د خزانې وزير به په ۱۲م جون د پاکستان کلنی بجټ پارليمان ته وړاندې کوي ۔ په بجټ کې د روان کال لپاره د صوبو پراختیایي پلانونو بوديجه نيشنل اکنامک کونسل( ملي اقتصادي شورا) څلورمه برخه کمه کړه کړې ده او اوس ټوله ۳.۲۱۸ ټریلیون روپۍ ده ۔
اټکل کيږي چې ټول بجټ به شاوخوا ۱۷.۱ ټریلیون روپۍ وي چې د تیر مالي کال لپاره وړاندې شوي ۱۷.۵۷۳ ټریلیون روپیو لګښت څخه یو څه تعدیل دی ۔
ويل کيږي چې په بجټ کې به شاوخوا ۸۰۰ ملیارده څخه تر ۹۰۰ ملیارده کلدارې د ستراتیژیکو اړتیاوو لکه د اوبو سرچینو او ملي امنیت لپاره ځانګړې کيږي ۔