د پاکستان د تیرو يولسو مياشتو تجارتي خساره  ۳۵ اربه ډالرو ته رسیدلې

اقتصادي پوهان او سوداګر وايي که دا تجارتي خساره راکمه نه کړې شوه نو وړاندې نه کمزورې ملکي معيشت به نور هم خراب شي، د روپۍ قدر به هم راټيټ شي او اغيز به يې په عامو وګړو او کاروباريانو پريوزي۔

دپاکستان سټيټ بينک او دمرکز د خزانې وزارت لخوا مطبوعاتو سره شريک کړل شويو شميرو ترمخه روان مالي کال يولسو مياشتو کې دهيواد تجارتي خساره شاوخوا ۱۷ سلنه سيوا شوې ده ۔

دغه شميرې ښايي چې د پاکستان برامدات شاوخوا اويشت اربه امريکايي ډالره دي يعني پاکستان د۲۷ اربه ډالرو مال خرڅ کړې ولې درامدات يې شاوخوا ۶۲ اربه ډالر دي۔

دغه شمیرې ښاېي چې تجارتي خساره يا د سوداګرۍ زيان شاوخوا ۳۵ اربه ډالرو ته رسولې دی۔

د قايداعظم پوهنتون اسلام اباد د معاشياتو څانګې پروفيسر ډاکټر انور شاه مشال ډيجيټل ته وويل چې کله برامدات کم او درامدات سيوا وي نو تجارتي خساره به خامخا وي۔

نوموړي زیاته کړه چې پاکستان په نړې د۲۷  اربه ډالرو سودا خرڅه کړې او د ۶۲ اربه ډالرو سودا ېي اخیستې، نو د ده په خبره چې د دغه ۳۵ اربه ډالرو د مال لپاره دوي د نورو هیوادونو نه او ځینې نړیوالو سازمانونو نه قرض اخيستې۔

د ډاکټر انور شاه په خبره، د هغه قرض واپسۍ لپاره هم پاکستان سره بندوبست نه وي نو د قرض پریکولو لپاره نور قرض اخلي کم چې په پاکستاني روپۍ هم فشار جوړوي او قدر ي کميږي۔

ډاکټر انور شاه زياتوي چې پاکستان د بهر ملکونو نه سودا په ډالرو کې اخلي نو د روپۍ قدر کيمدو سره ډالر نرخ سيوا کيږي او دغه شان بهر ملکي قرضه هم او بيا تجارتي خساره هم زياتېږي۔

خيبر پښتونخوا کې د چيمبر اف کامرس پخواني مشر او صنعتکار انجنير مقصود انور وايي چې دا تجارتي خساره به تر هغي دوامداره وي تر څو چې زموږ برامدات سيوا شوې نه وي،او برامداتو لپاره ضروري ده چې ايکسپوټرانو لپاره خام مال، کم ټيکسونه، مالي مراعات او پېکجونه، دبجلۍ ، ګيس بيې کمول لازمي کړل شي او دوي له په حکومتي کچه ډاډ ورکړې شي چې دوي ايکسپورټ سيوا کړي چې دا خساره کمه کړي  او ملک له د ډالرو په شکل کې زر مبادله راوړي۔

د ده په خبره چې که د بهر هیوادونو نه خام مالونه راوړل وي، نو په هغې هم ټیکسونه ډیر زیات دي، چې ټول زور یې به عام وګړي پریوځي.

مقصور انور زياتوي چې د ايکسپورټ د زياتولو له لارې دا خساره مونږ کمولې شو او دې د پاره بايد حکومت دغه ګامونه پورته کړې چې سرمايه کارو او صنعتکارو لپاره اسانتياوې پيدا کړل شي۔

دياودنې ده چې دا وخت پاکستان د هند سره د کړکيچنو اړيکو د وجې تجارت ډیر کم شوې، دغه ډول افغانستان سره هم د پولې بندېدو د وجې تجارت بالکل بند دې

همدا شان دامريکا، اسرائيل  او ايران جګړې د وجې خليجي ملکونو ته هم د تيرو شاوخوا دريو مياشتو نه تجارت اغيزمن شوې او هغلته نه دبيروزګارۍ په شکل کې په غټ شمير کې پاکستانيا ن واپس را ستانه شوي۔

په دې اړه:
ټېګونه:, , ,

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.