د تخنيکي تشدد او بريښنايي ځورونې په وړاندې غلي پاتې کيدل د حل لاره نه ده : کارپوهان

ساره بي بي په ملاکنډ پوهنتون کې د کمپيوټر ساينس زدکړې کولې چې فيس بک او واټساپ يې د ملګرو سره د اړيکو لپاره کارول پيل کړل ۔ هغه وايي چې هيڅ کله يي فکر نه و کړی چې د خپل موبايل سکرين به يوه ورځ د هغي لپاره د ويري سبب وګرځي ، خو د موبايل له وجي د لويې ستونزې سره مخ شوه ۔
ساره مشال ډيجيټل ته وويل چې يوه ورځ يې ټيليفون ته له نامعلومې نومرې داسې پيغام راغی چې د هغې د ژوند سکون يي ورک کړو ۔
“په پيغام کې ويل شوي وو چې ستا عکسونه ما سره دي او که چرې دغه نمبر بلاک کړې نو ټول عکسونه به دې په سوشل ميډيا (ټولنيزو رسنيو) خپاره کړم”
هغې وويل چې کله يې هم خپل ناوړه عکس د چا سره نه و شريک کړی خو بيا هم ويرې واخسته ۔ “لومړی خو مې له دې ويرې او شرم له وجې په کور کي يا ملګرو ته د دې پيښې ذکر ونه کړو چې خلک به څه وايي او چوپ پاتې شوم ۔ خو ګواښونه ورځ تر بلې زياتيدل او زما په نوم د سوشل ميډيا فيک اکاونټونه جوړ شول”
آغلې ساره وويل چې د ذهني فشار او ويرې له کبله يې صنف ته تلل پريښول او موبايل يې بند کړلو ۔ د راتلونکي کاري ژوند په اړه ليدلي خوبونه يې د خاورې کيدو سره مخ شول ، خو هغه په هيڅ صورت دې ته تياره نه وه چې هر څه له لاسه ورکړي ۔ اخر يي زړه غټ کړو او د پلټنو فيدرالي ادارې (ايف آيي اې) سره يې شکايت ثبت کړ، خپل پاسورډونه يي بدل کړل، موبايل يي بيا چالان کړو او بيرته يې صنف ته تلل پيل کړل ۔
ساره وويل چي د شکايت ثبت کولو نه پس يې ورو ورو ژوند عادي شو او اوس نورو جينکو ته هم دغه پيغام ورکوي چي د تشدد پر وړاندې هيڅ کله هم غلي پاتې کيدل نه دي پکار ۔
خو دا يوازې د ساره کيسه نه ده بلکې په خيبر پښتونخوا کې په زرګونو جينکۍ او ښځې د داسې ستونزو سره مخ دي ۔ دوی په ورځني ژوند کې د آنلاين (بريښنايي) ځورونې ښکار کيږي ۔
خو دا ځورونه څنګه کيږي؟
د تخنيکي چارو پوهان وايي چې د انټرنيټ ، موبايل يا سوشل ميډيا د لارې د جينکو او ښځو ځورولو ، بدنامولو او په خپله خبره منلو مجبورولو ته ډيجيټل يا تخنيکي تشدد وايي ۔
دوی وايي چې د چا شخصي عکسونه او ويډيوګاني د هغه کس له اجازې پرته خپرول ،د چا په نوم فيک اکاونټونه جوړول، د پيغامونو او ټيليفون د لارې په چا فشار راوړل ، پاسورډ غلا کول او شخصي حريم ته ننوتل د تخنيکي تشدد بيلا بيل قسمونه دي ۔
په قبايلي ټولنه کې د ډيرو ښځو د پاره دا لويه ستونزه ده ، دوی که د فزيکي تشدد نه بچ هم شي نو ډیجیټل تشدد يې د کور نه تر یونیورسټۍ (پوهنتون) پورې تعقیبوي ۔
ډیجیټل رايټس فاونډیشن پاکستان کې د ښځو تخنيکي پياوړتيا لپاره کار کوي، دې ادارې په ۲۰۲۳ کال خپور کړي خپل راپور کې ويلي وو چې په پاکستان کې ۴۰ سلنه ښځې د انټرنيټ کارولو په مهال ځورول کیږي، خو په دوي کي ۹۰ سلنه د شرم او قانون د نه پوهيدو له امله د اړوند ادارو سره شکايت نه ثبتوي ۔
صدا ګل، چې په خیبر پختونخوا کې د ښځو د حقونو لپاره کار کوي، مشال ډاټ ډيجيټل ته وويل نن سبا تخنیکي تشدد هم د ځورنې يوه خطرناکه بڼه خپله کړې ده ، ځکه په داسې پيښو غلي پاتې کيدل د حل لاره نه ده ۔
هغې وويل:
“که يوه ښځه په دغه رقم تشدد غلې پاتې شي نو له زيات تاوان سره مخ کيدای شي، د داسې ستونزې ښکار ښځې بايد سم دستي د اړوند ادارو نه مرسته وغواړي او خپلې کورنۍ ته هم حال ووايي”
صداګل زياته کړه چې په اوس وخت کي ښځو ته پکار دي چې د خپل سوشل ميډيا اکاونټ په ژغورلو ځان پوه کړي ۔
په خيبر پښتونخوا کې د ښځو د پياوړټيا لپاره کارکوونکې اداري يو اين وومن غړې زينب قيصر خان مشال ډيجييټل ته وويل چې انټرنيټ د ويرې ځای نه دی او نه زندان دی بلکې دا د علم او پوهې وسيله ده ۔
هغې وويل چې تخنیکي تشدد خاموش جرم دی، خو چوپ پاتې کيدل جرم نه دی ۔ هغې وويل چې د داسې ستونزو سره مخ ښځې بايد په دې خبر وي چې دوی يوازې نه دي بلکې د دوی د پاره د مرستې ځايونه شته ، قانون شته او داسې خلک هم شته چې د دوی خبره اوري ۔

په دې اړه:

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.