پاکستان ۳۵ کاله پس د فټبال په يوه نړيواله سيالۍ کې فاينل ته ورسيدو

د افغانستان لوبډلې ته ماتې ورکولو نه پس د پاکستان لوبډله د ډایمنډ جوبلي نړیوال فوټبال ټورنامنټ فاینل ته ورسېده ۔

دا سیالۍ په مالدیپ کې ترسره کيږي ۔ پاکستان په يو مهم میچ کې افغانستان ته په ۲-۰ ګولونو سره ماتې ورکړه او په دې سره یې پرله‌ پسې دوهمه بریا ترلاسه کړه ۔

د دې بریا سره پاکستان ۳۵ کاله وروستو د یو ستر نړیوال ټورنامنټ فاینل ته لار وموندله ۔ د پاکستان لخوا عمر نواز او هارون حامد ګولونه وکړل ۔ د پاکستان لوبډلې له درې لوبو څخه دوه وګټلې او فاینل ته ورسېده ۔

دا د پاکستان د سینير فوټبال ټیم لپاره د ۱۹۹۱ سیف ګیمز نه پس لومړی فاینل دی او هم دارنګه له ۱۹۶۲ مردیکا ټورنامنټ وروستو لومړی ځل دی چې یو خپلواک نړیوال ټورنامنټ فاینل ته رسېږي ۔

په دې لوبه کې د پاکستان لوبډلې ډېر ښه پیل وکړ ۔ د لوبې په پنځمه دقیقه (منټ) کې عمر نواز د شايق دوست په ښکلي پاس ګول وکړ او خپل ټیم برلاسی کړو ۔ وروستو هم پاکستان پر لوبه خپل کنټرول وساته او افغانستان ته یې ډېره موقع ورنه کړه چې ترې وړاندې شي ۔

د لوبې په اخري شېبو کې هارون حامد یو بل ګول وکړ او د پاکستان بریا یې پخه کړه ۔ د لوبې له ختمېدو وروستو د پاکستان لوبغاړو او چارواکو په دې تاریخي بریا خوشالي څرګنده کړه ۔

دا بریا د پاکستان د ټیم لپاره یو مهم ګام دی، ځکه چې څو ورځې وړاندې یې هم د مالدیپ پر ضد ۹۶۱ ورځې وروسته خپله لومړۍ نړیواله بریا ترلاسه کړې وه ۔ اوس به پاکستان د جون په ۱۰مه نېټه په فاینل کې د بنګله‌ دېش یا افغانستان له ټیم سره مخامخ کيږي ۔

په دې اړه:

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.