پاکستان کې د سرو زرو (۲۴ کیراټ) د یوې تولې قیمت څلور لاکهه شپته زرو نه اوختې

د روانې اونۍ په شروع کې د دغه سرو زرو قیمت شاوخوا څلور لاکهه ۴۵ زره روپۍ وو، ولی د څو ورځو راهسې د پرله پسې ګرانۍ سره د سرافه ډاټ پي کې (سرافه.پي کې)، چې د سرو زرو او قیمتي کاڼو د معلوماتو ویبپاڼه ده، د معلوماتو سره سم یې د سرو زرو په قیمت کې د پنځلسو زرو روپو نه زیاته اضافه شوې.

دویې د جولایې په څلورمه د سرو زرو قیمت څلور لاکهه ۶۱ زره روپۍ ښودلې، ولی د سرو زرو د معلوماتو یوې بلې ویبپاڼې اړان ډاټ کام (اړان.کام) د ۲۴کیراټ سرو زرو د یوې تولې قیمت څلور لاکهه ۶۳ زره او ۹۶۳ روپۍ لیکلې. ۲۴ کیراټه د سرو زرو تر ټولو خالص سره زر بلل کیږي، چې تر ټولو زیات قیمت لري، له هغې نه وروستو ۲۲، ۲۰ او تر ۱۲ کیراټه سرو زرو قیمت د هر یو درجې سره کمیږي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.