د نابینا ذده کؤنکو جینکو مستقبل په تیاره کې دې

په خيبرپښتونخوا کې د ړندو/نابینا نجونو لپاره يواځیني سرکاري سکول  ګلبهار کې ړندی (نابینا) نجونې د برېل په کتابونو کې د خپلو ګوتو په مرسته لیکل او لوستل کوي. ځینې نجونې په خپلو لاسونو چوکۍ او د سینګار شیان هم جوړوي.

په دغه نجونو کې د بر دیر نه راغلې يولس کلنه امان په څلورم ټولګي کښې زده کړي کوي، امان وایي: ((زما مور او پلار غواړي چې زه زده کړه وکړم، خو زه ړنده یم او نجلۍ هم یم، هغوی (مور اوپلار مې) ډېر اندېښمن دي چي د پنځم ټولګي روستو به زه خپلې زدکړې څنګه کووم او هغوي نه غواړي چي مه يوازې اسلام اباد يا پنجاب ته وليږي))

امان غواړي چې په راتلونکي کې استاذه جوړه شي. خو هغه وېریږي چې ګنی دا ارمان به یې پوره نه شي. هغه وایي: ((زموږ سکول یوازې تر پنځم ټولګي پورې دی، نو کیدای شي زه نور سبق ونه شم ویلای))

د ګلبهار (نانک پورې) دا سکول په خيبر پښتونخوا کې د نابینا نجونو لپاره يوازينې سرکاري سکول دی. دا سکول په ۱۹۹۲ کال کې جوړ شوې، او تر اوسه پکې د دیر، چترال، سوات او باجوړ په ګډون د لرو پرتو سيمو له ۴۵۰ زياتو نابینا نجونو زده کړې کړي.

د درې لسيزو تیریدو وروسته هم دا سکول يوازې تر ابتدايي کچې تعليم ورکوي خو دغه نجونې چې کله پنځم پاس کړي، نو زیاتره پکې بیا نور تعلیم پریږدي.

یوې بلې نجلۍ تبسم  چي اوس په کور ناسته ده او د پنځم ټولګي روستو يي خپلي زدکړي پريښي،  وایي: ((زه غواړم نور هم سبق ووایم، خو زما پلار وایي که سکول لوړ شو نو ښه، که نه شو، نو زه به کور کې پاتې شم))

د ۲۰۲۳ د نفوس او کور شمېرنې له مخې، شاوخوا ۹.۶۴ فيصده خلک له يو ډول معذورۍ سره ژوند کوي.

د خيبر پښتونخوا د سوشل ويلفيئر ادارې له مخې، په صوبه کې ۲۵۱،۶۶۸ معذور کسان ثبت دي. په دې کې ۳۳،۴۶۷ کسان ړانده دي، چې پکې ۸،۸۱۹ ماشومان، ۹،۴۳۶ ښځې او ۱۵،۲۱۲ نارينه شامل دي

د  معذوراونو د حقونو فعال او د مردان اوسيدونکې سجاد خان وايي چې اصیله شمېره له دې زياته ده، خو د شرم، غربت او د معلوماتو د نشتوالي له امله  ډېرې کورنۍ خپل معذوره ماشومان د اړونده ادارو سره نه ثبتوي.

هغه وايي چې په خيبر پښتونخوا کې د نجونو تعليم لا هم سخت دې، خو نابینا نجونې له دې نه هم زياتې ستونزې لري.

پاکستان د ملګرې ملتونو د معذورانو د حقونو تړون هم لاسليک کړې، چې پکې د تعليم مساوي حق ورکړل شوې. د پاکستان د اساسي قانون له مخې هم، له ۵ نه تر ۱۶ کلونو ماشومانو ته تعليم بنيادي حق دی. خو بيا هم د نابینا نجونو لپاره دا حق برابر نه دی

د ګلبهار د دغه سکول انتظامي مشره ناديه شاه وايي چې د منځنۍ او ثانوي کچې ټولګیو نشوالي نجونې د خپلو ارمانونو او ټولنيزو ستونزو تر منځ بندې کړې دي.

هغه وايي چې له ۲۰۲۲م راهسې هڅه کوي چې سکول لوړ کړي، خو تر اوسه نتيجه نه ده راغلې او تقريبا د ۴۰ نه تر ۵۰ پورې نجونو خپلې زدکړې پريښي او په کورونو ناستي دي۔ د نوموړې په وينا چې بايد حکومت دې له دې ماشومانو مرسته اوکړي او دا سکول دې ورته اپګريډ کړي.

نادیه شاه زیاتوي چې د دویې سره تعلیم حاصلونکې نجونې ډېرې تکړه دي او که موقع ورکړل شي نو ډیر ښه سبق هم ویلې شي.

د خيبرپښتونخوا د سوشل ويلفئير ډيپارټمنټ ډائريکټر خالد زمان په وينا، اوس مهال په خيبر پښتونخوا کې ۵۲ ځانګړې تعليمي ادارې فعالې دي، او شاوخوا ۴،۰۰۰ معذوره کسان پکې تعليم حاصلوي.

خالد زمان زیاتوي چې د پیښور په حيات اباد کې يو ځانګړې تعليمي کمپلیکس شته، د هغې تر څوارلسم پورې د اپ ګرېډ کولو منصوبه شته، خو دویې غواړي په هر تحصيل کې داسې سکولونه جوړ کړي، چې پکې معذوره/خصوصي ماشومان د تعليم تر څنګ مسلکي مهارتونه هم زده کړي

خالد زمان وايي: ((که د ګلبهار سکول لپاره وسايل او ودانۍ برابرې شي، نو موږ به نور استادان وګومارو، سکول به لوړ کړو، يا به ماشومان نږدې کمپلکسونو ته ولېږدوو. موږ به ځانګړو ماشومانو ته د استوګن ځایې او تګ راتګ اسانتياوې هم برابرې کړو))

 د حکومت د وعدو او هيلو تر څنګ د دي نابینا نجونو راتلونکې هم له دوي د نظر پشان تت دې، معلومه نه دا چې دغه سکول به کله لوړ شي؟

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.