د جنوبي کوريا قومي هاکي لوبډله دګل په شپه پاکستان ته رسيدلې، چرته چې به د پاکستان د قومي هاکي لوبډلې خلاف هغوي دڅلورو مېچونو سيريز لوبوي.
د نهې سه شنبې په ورځ د پاکستان هاکي فېډرېشن لخوا جاري کړي بيان کښې ويل شوي دي چې د کوريا لوبډله د ګل (دوشنبې) په شپه اسلام اباد ته رارسېدلې ده.
د بيان ترمخه، دا د پاکستان هاکۍ لپاره يو تاريخي پړاو دى، ځکه چې نزدې 20 کاله پس دا وړومبۍ ځل دى چې کومې نړيوالې هاکي لوبډلې د رسمي دوه اړخيزې سيريز لپاره پاکستان ته سفر کړى دى.
د پاکستان هاکي فېډرېشن وينا ده چې د جنوبي کوريا دا دوره د دې خبرې څرګندونه کوي چې نړيواله هاکي ټولنه اوس په پاکستان کې په خوندي او پېشه وارانه چاپېريال کې د نړيوالو سياليو( مقابلو) په کوربتوب زيات باور کوي.
د اېف ايي اېچ له خوا منظور شوي 4 ټېسټ مېچونه به د 30 مې جولايۍ، 2 اګست، 4 اګست او 7 اګست په نېټو اسلام اباد کښې لوبولى شي.
د فېډرېشن په وينا، دا سيريز به دواړو لوبډلو ته په نړيواله کچه د غوره تجربې موقع ورکړي او د پاکستان د قومي لوبډلې د راتلونکو مهمو نړيوالو سياليو لپاره په تيارو کښې به هم مهم کردار ولوبوي.
د پاکستان هاکي فېډرېشن صدر محيي الدين احمد واني د ګل په شپه اسلام اباد ته د راورسېدلې کوريايي لوبډلې هرکلى کړلى او دا دوره يې په پاکستان کښې د نړيوالې هاکۍ د بيا راژوندي کېدو لپاره يو اهم پرمختګ بللى دى.
پاکستان هاکي فېډرېشن د ټول ملک د هاکۍ مينه والو ته بلنه ورکړې چې په ګڼ شمېر دې مېچونه وګوري او د قومي لوبډلې ډاډګيرنه دې وکړي، ځکه چې پاکستان يو ځل بيا په نړيواله هاکۍ کې د خپل پخواني مقام د ترلاسه کولو لپاره يو بل اهم ګام اخلي.