د جون پر ۲۲ په کوټه کې د ترهګرۍ ضد عدالت د بلوڅانو د یووالي ( بلوڅ یکجهتي) کمېټۍ مشرې ډاکټرې ماه رنګ بلوڅې او د کمېټۍ یو بل مخکښ صبغت الله ته په ګوادر کې په ۲۰۲۴م کال کې د اولسي احتجاج دوران د يو امنيتي سر تيري د وژل کېدو په قضيه کې د ټول عمر بند سزا اورولې ده۔
د ۲۰۲۴ م کال د جولای پر ۲۸ مه د بلوچستان په ګوادر سیمه کې د بلوڅانو د یووالي کمېټۍ د بلوڅ رتجي موچي یا د بلوڅانو د ولسي جرګې په نوم غونډه کوله چې د بلوڅانو د ټولو ولسونو قبیلو غړو په کې ګډون کړی و. د کمېټۍ غړو ویلي و چې هغه مهال حکومت د ګوادر د غونډې ناکامولو هڅې کړې وې او هلته یې د ورتک لپاره د خلکو پر مخ ټولې لارې تړلې وې۔
ډاکټري ماه رنګ بلوڅې دا دعوه هم کړې وه چې حکومت په مستونګ سیمه کې د بلوڅانو پر قافله ډزې هم کړې وې، خو هغه وخت د بلوچستان حکومت د ډاکټرې دا دعوه رد کړې وه او ویلي یې و چې د کمېټۍ غړو ته یې په ګوادر کې د غونډې کولو اجازه نه وه ورکړې۔
د بلوڅانو د یووالي کمېټۍ غړو ویلو و چې د جولای پر ۲۸ مه نېټه امنیتي ځواکونو د غونډې پر ګډونوالو تشدد او ډزې کړې چې ۳ کسان په کې وژل شوي او ۱۴ ژوبل شوي و او ګڼ کسان یې نیول شوي هم و. خو پوځ هغه مهال ویلي و چې چې احتجاج کوونکو په تاوتریخوالي کې یو سر تېری وژل شوی او ۱۶ ژوبل شوي و۔
تر دې ورسته د بلوڅانو د یووالي کمېټۍ مخکښانو او غړو په ګوادر کې احتجاجي ناسته پېل کړې وه او له حکومته یې د بلوڅانو د جبري یا په زوره بې درکۍ ودرولو او هغوی ته پر خپلو وسایلو د واک ورکولو غوښتنې کولې۔
ډاکټره ماه رنګ بلوڅه او د کمېټۍ نورو مشرانو بيبو بلوڅه، د هغې پلار غفار بلوڅ، صبغت الله شاه جي، او ببرګ بلوڅ د ۲۰۲۵ م کال د مارچ پر ۲۲ نېټه په کوټه کې د پوليسو لخوا ونیول شول او له درې ايم پي او له مخې د کوټې زندان کې بندیان و، چې وخت پر وخت به عدالت ته وړاندې کېدل۔
د ډاکټرې ماه رنګ بلوڅې او ضبغت الله د کوټې د ( ډسټرکټ جېل) په نوم زندان څخه د هغوی په ان لاین بڼه قضیه کېده۔
د ۲۰۲۵ م کال د مارچ پر ۲۳مه د بخښنې نړيوال سازمان هم د ماه رنګ بلوڅې د خوشې کولو غوښتنه کړې وه۔ یاد سازمان هغه مهال ویلي وو چې ماه رنګ بلوڅې ته له خپلو وکیلانو او کورنۍ سره د لیدو اجازه نه ده ورکړل شوې، چې د انساني حقونو ښکاره سرغړونه ده۔ سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتنه کړې وه چې د بلوڅ فعالانو پر ضد له بې اساسه مقدمو جوړولو لاس واخلي۔
د بلوڅانو د یووالي کمېټۍ له مودو راهسې له حکومته د بلوڅانو په زوره لادرکه کولو او پر وسایلو واک ورکولو غوښتنې کوي۔
د بلوڅانو د یووالي کمېټۍ غړو په وار وار د یادې کمېټۍ د غړو د خوښي کولو لپاره احتجاجونه کړي چې ډېری غړي یې په بلوچستان او کراچي کې د احتجاجونو مهال نیول شوي دي۔
خو د بلوچستان حکومت د هغه وخت ویاند شاهد رند ویلي و چې”په بلوچستان کې د امن و امان وضعیت یو ستر چېلنج دی، او د دې حالاتو د ښه والي لپاره حکومت وخت په وخت بېلا بېل ګامونه اخلي، بلوڅ يکجهټي کمېټه چې ځان سوله ییزه ګڼي، خو په حقیقت کې د هغوي مشران او دا ډله سوله ییزه نه ده۔