د پاکستان وفاقي حکومت په یوریا سرې یا خاورې د امنیتي اندیښنو له امله بندیز لګولی دی، ځکه چې دوي ویره څرګنده وي چې وسله وال د یوریا سرې څخه د چاودیدونکو توکیو په جوړولو کې ناوړه ګټه پورته کوي. د حکومتي بندیز نه پس د کرنې يا زراعتو محکمې ضلعي چارواکو، ډپټې کميشنرانو او د يوريا خاورې یا سرې خرڅونکو ته هدایات جاري کړل شوي دي چې تر بلې خبرتیا پورې دې یوریا خرڅول وځنډوي. د دې هدایاتو له مخې، د سرې له پلورونکو څخه غوښتل شوي چې د زراعتو محکمې ته د خپلو موجودو ذخيرو په اړه مکمل جزئیات اوپوره تفصيل په لیکل شوې ځلف نامه (سوګند لیکونه) جمع کړي۔
دکسان بورډ د خیبر پښتونخوا مشر، حاجي عبدالاکبر خان دجولائي په ۳۰مه مشال ډيجيټل سره خبرو کې وایي دغه بندیز به په میلیونونو کرنیزې کورنۍ دغربت ښکار کړي يا بې وزلۍ ته به یې ورټېل وهي، د فصلونو پيداواربه کم کړي او په ټوله صوبه کې به د غلو دانو، میوو او سبزیانو د کمښت لامل شي۔
عبدالاکبر خان وویل چې د دې بندیز وخت ډير اهم دی، ځکه چې د جوارو فصلونو ته همدا مهال د یوریا سرې په بیړني بنيادونو ضرورت لري. هغه یادونه وکړه چې په دې سیمه کې د وړاندې نه د امونیم نایټریټ سرې بندیز لګول شوی دی چې له امله یې د کروندګرو لپاره محدودې لارې چارې پاتې دي۔
هغه خبرداری ورکړو که چیرې دا بنديزونه دوامداره وساتلی شول، نو فصلونه به تباه شي، کروندګربه دیوالیه کړي او په هر ایکړ ځمکه کې د جوارو پيداوار به له شاوخوا ۴۰ منو څخه ۱۰ منو ته راټیټ کړي. د کروندګرو د بورډ مشر له حکومت څخه وغوښتل چې سمدستي کروندګرو ته د سرې د رسولو لپاره یو بدیل میکانیزم رامنځته کړي.
هغه وړاندیز وکړو چې یوریا باید د کرنې محکمې تر څارنې لاندې ددوي سره رجسټرډ کروندګرو کې وویشل شي. هغه وویل چې یوازې په چارسده کې شاوخوا ۱۴۰۰۰ رجسټرډ شوي کروندګر شتون لري۔او دا ډول ټوله صوبه کي په زرګونو رجسټرډ دي۔
دغه ډول د قبائيلي ضلعو کرونده ګر وائي چې څو کلونه اوشول ددوي په سيمو کې دغه بنديز دی او مومندو کې دهغه وخت پوليټيکل ايجنټ په کال ۲۰۱۰م کې په يوريا خاورې بنديز لګولي دی او اوس هم دغه بنديز دوام داره دی۔
په دې بابله مو چې کله سرکاري دريز معلومولو لپاره دکر کروندې صوبائي محکمې په چارسده کې د ضلعي افسر ډائريکټر محمد ابرار خان نه پوښتنه وکړه نوهغه مشال ډیجیټل ته وويل چې دکورنو چارو محکمې لخوا ټولو ضلعي مشرانو يعني ډپټې کمشنرانو ته امر شوی او بيا ډپټې کمشنرانو دوي ته هدایات جاري کړي دي چې تر يوې مياشتې دې يوريا سرو خاورو باندې بنديز ولګوي او چې تر څو ورته نه وي ويلي شوي نه دې خرڅوي ځکه د اولس ژوند او امن وامان لومړې توب دی۔
دزميدارو لپاره دمتبادل خاورو سرو په حقله نوموړي وويل چې کرونده ګر دې امونيم سلفيټ استعمال کړي چې ګرانه هم نه ده او کار هم ښه کوي۔