د بنو ضلعې د پولیسو د معلوماتو له مخې، لومړۍ پېښه د جون د یولسمې او دولسمې نیټې تر منځه د شپې ناوخته د سیدګي بکاخېل په سیمه کې شوې، دویي وایې چې نامعلومه وسله والو د پولیسو سرتېري محمد روشان د هغه د کور مخې ته په ډزو وویشت، چې محمد روشان پکې مړ شو.
دویمه پېښه ازاد منډۍ سیمې ته نږدې شوې، چیرته چې نامعلومه وسله والو د جون په یولسمه شپه ناوخته په موټرسایکل روان د پولیسو سرتیري مشکات الله امیر باندې ډزې وکړې او هغه یې وواژه.
د پولیسو لخوا ویل شوي، چې مشکات الله د بکاخېل تبلیغي مرکز څخه د شب جمعې له اجتماع وروسته خپل کور ته روان و.
پولیسو ویلي چې دواړو پېښو کې د ککړو مجرمانو د نیولو لپاره پلټنې پیل کړي او د لټون عملیات یې روان کړي.