د افغانستان د بدخشان ولايت په فيض اباد ښار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس ذبيح الله اميري د نهې پۀ سحر په يوه وسله واله حمله کې وژل شوى دى. د طالبانو د چارواکو ترمخه، دا پېښه هغه وخت وشوه چې نوموړى د خپل کور نه دفتر ته روان و.
د بدخشان د طالبانو پوليسو د وينا ترمخه، دوه موټرسايکل سورو وسله والو د ذبيح الله اميري په ګاډي ډزې وکړې، چې په نتيجه کې يې هغه ووژل شو او ډراييور يې ژوبل شو.
دافغان ميډيا په رپورټونو کې دمقامي سرچينو په حواله دعوه شوې ده چې د ډزو په تبادله کې يو حمله کوونکى هم وژل شوى، خو د طالبانو چارواکو تر اوسه د دې دعوې باضابطه تصديق نه دى کړى.
د پېښې وروستو امنيتي ځواکونو سيمه محاصره کړې او د حمله کوونکو د لټون لپاره عمليات پيل کړي.
تر اوسه کومې ډلې د دې حملې ذمه واري نه ده منلې.
دا پېښه په داسې وخت کښې شوې چې بدخشان ولايت کې په دې وروستيو کې دتشدد پېښو او وسله والو حملو شمېر زيات شوى دى