د آسټرالیا د پلازمېنې کینبرا حکومت د اقلیم بدلون پر ضد د راتلونکو لسو کلونو لپاره نوې تګلاره اعلان کړې ده. حکومت وايي، دا پلان به له ۲۰۲۶ نه تر ۲۰۳۶ کال پورې عملي کېږي او موخه یې دا ده چې تر ۲۰۴۵ کال پورې د کاربن اخراج “نیټ زیرو” یا خالص صفر ته ورسوي.
د حکومت په وینا، په دې پلان کې اته مهمو برخو ته پام شوی دی. په دې کې د چاپېریال ساتنه، ودانۍ، ټرانسپورټ، پاکه انرژي، کثافات، کرنه او د حکومت خپل کارونه شامل دي.
د دې پلان له مخې به د ښار ګرمي کمولو، د سیلابونو پر وړاندې د چمتووالي، او خلکو سره د اقلیمي بدلون د اغېزو په مقابله کې د مرستې لپاره نوي ګامونه پورته کېږي. همداراز به د اپارټمنټونو لپاره یو نوی پروګرام پیل شي، چې خلک وکولی شي د ګاز پر ځای برېښنا وکاروي.
حکومت وايي، د کورونو لپاره د پاکې انرژۍ پروګرام به هم روان وي، د برېښنايي موټرو د چارجرونو ملاتړ به دوام ولري، او د لویو بېټرۍ پروژې به هم بشپړې شي، څو د تجدید وړ انرژۍ کارول نور هم زیات شي.
د اقلیم بدلون وزیرې سوزان اُر ویلي، خلکو د قوي اقلیمي ګامونو ملاتړ کړی، خو غواړي چې دا کارونه عملي او د سیمې د ضرورتونو مطابق وي. هغې وویل، راتلونکي لس کاله به د اوږدمهاله او اغېزمنو پلانونو لپاره ډېر مهم وي. خو ځینو چاپېریال ساتونکو ویلي، د حکومت لومړی عملي پلان لا هم بشپړ روښانه نه دی. بلخوا د (اى سى ټي) د اقلیم بدلون شورا د دې ستراتیژۍ هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا پلان هم د کاربن اخراج کمولو او هم د اقلیمي بدلون اغېزو سره د مقابلې لپاره ښه ګام دی.