۱۳۵ پاکستاني میډیکل زده کوونکي افغانستان نه راستانه شول

۱۳۵ پاکستاني میډیکل زده کوونکي چې زیاتره یې د بر او کوز دیر اوسېدونکي دي، له نزدې نهو میاشتو افغانستان کې د بند پاتې کیدو وروسته بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

تیمرګره پرېس کلب کې خبري غونډې ته دغو زده کوونکو وویل، چې دوي د افغانستان بېلابېلو پوهنتونونو کې یې زده کړې کولې او د تورخم له لارې نهه میاشتې پس پاکستان ته داخل شول او په خیر خپلو سیمو ته اورسېدل.

دوی وویل، د زده کوونکو دا ستنېدل په جلال آباد کې د پاکستان د قونصل جنرل شفقت الله او د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په هڅو ممکن شول، چې د سفر لپاره یې ضروري اجازې ورکړې.

دوی زیاته کړه، هم د جولایي په ۱۱مه، نور ۶۸ پاکستاني زده کوونکي جلال آباد کې د پاکستان د قونصلګرۍ او افغان چارواکو په مرسته د تورخم له لارې پاکستان ته راستانه شوي وو.

د زده کوونکو په وینا، دا مهال د افغانستان په بېلابېلو میډیکل کالجونو کې له زرو نه زیات پاکستاني زده کوونکي زده کړې کوي او د رخصتیو له امله ټول غواړي بېرته پاکستان ته راستانه شي. خو د دواړو ګاونډی هیوادونو تر منځه د تاو تریخوالي او د پولو په تړلو زده کونکي افغانستان کې بند پاتې شي او خپلو کورونو ته د رخصتو ورځو کې نشي تللی.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.