حکومت د پټرولو په بیعه کې ۷۵ پېسې فی لیټر کموالی او د هایي سپیډ ډیزلو په بیعه کې ۲ روپۍ او ۲۴ پېسې فی لیټر زیاتوالی کړی دی.
د پټرولیم ډویژن له خوا جاري شوي نوټیفکېشن ترمخه، د پټرولو نوې بیعه ۳۳۶ روپۍ او ۶ پېسې فی لیټر ټاکل شوې ده.
بلخوا د هایي سپیډ ډیزلو په بیعه کې ۲ روپۍ او ۲۴ پېسې في لیټر زیاتوالی شوی، چې ورسره د ډیزلو نوې بیعه ۳۹۰ روپۍ او ۶۲ پېسې فی لیټر ته رسېدلې ده.
د نوټیفکېشن ترمخه، د پټرولیم مصنوعاتو نوې بیعې بیګا په ۲۹مه جولایي د شپې له ۱۲ بجو نافذ شوې دي او دا نرخونه به د جولایي تر ۳۰مې نېټې پورې عملي وي.
د یادونې وړ ده چې نړیوال بازار کې د تېلو بیعې د کمېدو باوجود، په پاکستان کې په تېرو لسو ورځو کې د پټرولو بیعه ۲۵ روپۍ او د ډیزلو بیه ۶۵ روپۍ لوړه شوې ده.
د جولای له ۱۷مې نېټې راهسې د پټرولو بیه له ۳۱۰.۷۱ روپیو نه ۳۳۵.۸۱ روپیو ته رسېدلې، یعنې په لسو ورځو کې ۲۵.۱۰ روپۍ فی لیټر زیاتوالی شوی دی.
همداراز د هایي سپیډ ډیزلو بیه له ۳۲۳.۳۰ روپیو نه ۳۸۸.۳۸ روپیو ته لوړه شوې، یعنې یوازې په لسو ورځو کې ۶۵.۰۸ روپۍ فی لیټر زیاتوالی ریکارډ شوی دی.