په هرات کې د ښځو د نیولو راپورونو اندېښنې راپارولي : ملګري ملتونه

ملګرو ملتونو ويلي دي چې د افغانستان په هرات ولايت کې يو شمېر ښځې او نجونې د حجاب د اصولو د نه مراعتولو په تور نيول شوې دي ۔
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو اداره (يوناما) وايي چې د دغو نيونو له کبله د ښځو او نجونو ترمينځ ويره او اندېښنه زياته شوې ده ۔ يوناما له طالبانو غوښتي چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي او هغوی ته د ازاد تګ راتګ اجازه ورکړي ۔
بلخوا د بشري حقونو فعالان وايي چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو لګېدلي محدوديتونه لا هم دوام لري او د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار بنديزونو د ډېرو کورنيو ژوند اغېزمن کړی دی ۔
د طالبانو چارواکو د ځينو راپورونو په اړه څه نه دي ويلي، خو نړيوالې ادارې د ښځو د حقونو په اړه خپلې اندېښنې څرګندوی ۔

په دې اړه:
ټېګونه:, ,

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.